په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر راس ویلسون رسنېزه اعلامیه

مازدیګر مو پخیر. د متحده ایالاتو سفارت ته ښه راغلاست

پر دې خوښ یم، چې راپور ورکوم، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو او موسسو سیمه ییزو کارکوونکو د لېږد لومړنۍ الوتکه چې تېره ورځ له کابل څخه الوتنه کړې وه، نژدې درې ساعته مخکې متحده ایالاتو ته ورسېده.

زموږ افغان شریکان او د هغوی کورنۍ د دغې الوتنې په مرسته به په ځايي وخت نن سهار د ویرجینیا ایالت فورټ لي ته ورسېږي.

د سپینې ماڼۍ د دغه طرحې موخه له افغانستان څخه د هغو افغانانو خوندي لېږد دی، چې په تېرو دوو لسیزو کې په دغه هېواد کې د متحده ایالاتو لپاره کار کړی دی.

په بهرنیو چارو، دفاع، کورني امنیت او روغتیايي او بشري خدمتونو وزارتونو کې د متحده ایالاتو یو زیات شمېر کارکوونکي او د دې ترڅنګ په کابل کې د متحده ایالاتو ماموریت پورې اړوند کسانو، متحده ایالاتو ته د دغو سیمه ییزو کارکوونکو د لېږدونې چارې شونې کړې دي.

زه غواړم په دې برخه کې زموږ د سرقونسل بن اوسلي نیسمن او د هغه د غښتلی ټیم ونډې ته اشاره وکړم.

په داسې حال کې چې د دغو سیمه ییزو کارکوونکو لېږد او ځای پرځای کول، یوه نوې لړۍ ده، خو د کډوالی نوی پروګرم نه دی.

دغه ټول کسان، د S-I-V  په اړه د شته قوانینو په رڼا کې، شرایط لرونکي کسان وو او دلته (کابل) کې زموږ د قونسلي کارکوونکو له خوا د دوی سندونه څېړل شوي او له هغوی سره مرکه شوې وه.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ادارو له سیمه ییزو کارکوونکو څخه د ملاتړ د ۲۰۰۹ ز. کال قانون، د هغو کسانو په تړاو زموږ ژمنتیا روښانوي، چې زموږ ترڅنګ کار کولو له امله ځانونه او کورنۍ یې له شخصي جدي ګواښ سره مخ شوي دي.

د دغه قانون د شرایطو له مخې، هغه افغان وګړي، چې د متحده ایالاتو یا د متحده ایالاتو په استازولي کار کړی او زموږ هېواد ته د خدمت کولو له امله، له دوامدارو ګواښونو سره مخ دي، کولی شي متحده ایالاتو ته د کډوالي په لټه کې وي.

تېره د دغه قانون په تصویبېدو سره، کنګره دغه ژمنتیا تایید کړه – چې موږ او زموږ افغان دوستان ترې منندوی یو.

موږ او په واشنګټن کې زموږ همکارانو له میاشتو راهیسې د SIV  پروسې په اړه د ټولو پړاوونو او مواردو د چټک کېدو په موخه کار کړی دی.

په کابل کې زموږ د قونسلي څانګې کارکوونکو د روان کال له پیله، تر ۵۰۰۰ زیات د کډوالي ویزې صادرې کړې او له زرګونو کسانو سره مرکه کړې ده. د دغو مرکه شویو کسانو له جملې یو شمېر یې تېره ورځ متحده ایالاتو ولاړل.

موږ پر دې لړۍ او د خپلې تېرې ورځې بریا باندې ویاړو. تر دې زیات کارونه په مخکې لرو، ترڅو د هغو کسانو په تړاو د متحده ایالاتو ژمنتیا پوره کړو، چې موږ ته ژمن وو.

دغه هڅه له هغو افغانانو څخه د ملاتړ په موخه ده، چې خپل ځانونه د متحده ایالاتو د خدمت لپاره له ګواښ سره مخ کړي و.

دویم عنصر، دوامداره امنیتي همکارۍ، اقتصادي، بشري مرستې او نور پراخ پروګرامونه دي، چې د متحده ایالاتو ماموریت یې دلته ترسره کوي.

درېیم کار، د تلپاتي حل لارې د موندلو لپاره زموږ د کار دوام او د هغو تاوتریخوالو پای ته رسېدل دی، چې له ۴۰ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې دوام لري.

دغه هغې برخې دي، چې د یو بل بشپړوونکي دي – متحده ایالات هغو افغانانو ته ژمن دی، چې زموږ لپاره یې خدمت کړی دی. همدارنګه د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او نورو ادارو له بریالیتوب څخه پیاوړي ملاتړ ته ژمن دی او موږ په دغه هېواد کي د سولې پر ټینګښت او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار کوو.