په کابل کې د رای ورکوونکو د نوم ليکنې په مرکز د ځانمرګي بريد په اړه د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د چارسمبالي جان سالیوان اعلاميه

واشنګټن ډي سي

د ۲۰۱۸ کال د اپرېل ۲۲مه نېټه

د متحده ايالاتو د دولت په استازيتوب په کابل کې د رای ورکوونکو د نوم ليکنې په مرکز نننی ځانمرګی بريد په کلکه غندم چې ۶۰ کسان يې ووژل او تر ۱۰۰ زيات نور يې ټپيان کړل. مونږ په دغه پېښه کې د وژل شويو کسانو کورنيو ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو. داسې وحشيانه تاوتريخوالی چې بېګناه ملکي وګړي د خپلو بنسټيزو ولسواکو حقونو د کارولو پر مهال په نښه کوي، د ترهګرو بي رحمي او ظلم څرګندوي.

متحده ايالات او زمونږ افغان او نړيوال همکاران په افغانستان کې د داعش له منځه وړلو ته ژمن دي چې د دغه وحشيانه بريد مسئوولیت يې په غاړه واخيست. مونږ د ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ يو.

متحده ايالات د افغانستان د حکومت، امنيتي ځواکونو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د هغو کړنو څخه په خپل ملاتړ يو ځل بيا ټينګار کوي چې په خوندي فضا کې د رڼو او باوري ټاکنو د ترسره کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره يې کوي. مونږ سولې، امنيت او ولسواکۍ ته د رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو د هڅو څخه په خپل ملاتړ ژمن پاتې کېږو.

 

###