په کابل کې د جرمني سفارت ته څېرمه مرګونی هغه بريد په کلکو ټکو غندم چې د سهار د ګڼې ګوڼې پر مهال د ازدحامه په يوه ډک واټ ترسره شو. د روژې د مبارکې مياشتې په ترڅ کې دغه راز وحشیانه او د شرمه ډک بريد د انسانانو د ژوند په اړه د هغوی د بشپړې بې پروايۍ او سوله ايز افغانستان ته د رسېدو لپاره د هغوی د پوچ او بې مانا مخالفت څرګندونه کوي. د ټولې نړۍ متمدن خلک ترهګر او هغه کسان چې ملا يې تړي او هر ډول امکانات ورته برابروي ډېر حقير بولي.
مونږ د افغانستان د خلکو او د ملي وحدت حکومت څخه چې د دغه ستر ملت د روښانه راتلونکې لپاره هڅې کوي، د ملاتړ په خپله ژمنه ټينګ ولاړ يو. په افغانستان کې مبارزه د ډېری افغانانو مبارزه ده – د هغو کسانو چې خپلې کورنۍ او هېواد لپاره روښانه راتلونکې برابره کړي – او د داسې يوې وړې ډلې تر منځ چې ورانکاري، وحشي او بې رحمه دي او د وژنو او وراني څخه پرته بل څه يې زده نه دي او نه يې پيژني. زه په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت په استازيتوب د ننۍ پېښې د قربانيانو کورنيو، ملګرو او همکارانو ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوم او د ټپيانو د پيړنۍ روغتيا هيله من يم.