متحده ايالات په کابل کې ننی بې رحمانه او وحشیانه برید چې د یو شمېر زړورو خبریالانو او د رسنیزو مسلکيانو په ګډون يې ۲۹ کسان ووژل او لسګونه نور يې ټپیان کړل په کلکه غندي. مونږ په دغه پېښه کې د وژل شويو کسانو کورنيو او ملګرو و ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو او په غم کې يې ځان شریک بولو.
خپلواک مطبوعات د ولسواکۍ بنسټ ګڼل کېږي. د نني برید سره سره به، په افغانستان کې رامنځته شوي پیاوړي مطبوعات د خپلو هغو خبریالانو او مسلکي کارکوونکو ستره ضایعه وزغمي چې په نني بريد کې ووژل شول. پرته له شکه هغه کار او زيار چې هغوی په خورا زړورتیا او استقامت سره په دې برخه کې ترسره کړی، د افغانستان د مخ پر ودې خپلواکو رسنیو په بنسټ اېښودنه کې مرسته کړې ده. دغه راز بریدونه د افغانانو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ژمنه نه شي له منځه وړلای.
متحده ایالات او زمونږ افغان او نړیوال همکاران په افغانستان کې د داعش له منځه وړلو ته ژمن دي چې د دغه برید پړه یې په غاړه واخیسته. مونږ د افغانستان د خلکو، خپلواکو رسنیو او حکومت ترڅنګ ولاړ یو او خپل هېواد ته د سولې، امنیت او ولسواکۍ د راوستلو په برخه کې د افغانانو د هڅو څخه په خپل ملاتړ ژمن پاتې یو.