په کابل کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د متحده ايالاتو د مرستيال ولسمشر مایک پېنس کتنه

د ډسمبر په ۲۱مه نېټه، د متحده ايالاتو مرستيال ولسمشر مایک پېنس په کابل کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره وکتل. په دغه کتنه کې، د سويلي آسيا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې سټراتېژۍ او د افغانستان په امنيتي وضعيت د هغه د مثبتو اغېزو په اړونده خبرو اترو کې په افغانستان کې د متحده ايالاتو سفير جان بس او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن هم د مرستيال ولسمشر ملتیا کوله. همدارنګه هغوی په افغانستان کې د سولې او ملي مصالحې، د اصلاحاتو په برخه کې د حکومت د اوږدمهاله پرمختګ د اړتيا او په خپل وخت د پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د تياريو د ارزښت د لرليد په اړه هم خبرې وکړې.

د دغې کتنې په بهير کې، مرستيال ولسمشر پېنس د افغانستان د ملي وحدت حکومت څخه، او همدا راز د سولې، امنيت او اقتصادي پراختيا په برخه کې د افغانستان د خلکو څخه د متحده ايالاتو په ملاتړ يو ځل بيا ټينګار وکړ.

مرستيال ولسمشر پېنس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د ځوراکونو د مشرتابه سره هم وليدل او هغو سرتېرو ته يې چې دلته دنده ترسره کوي وينا وکړه.