په پوهنتونونو کې د ښځو پر زده کړو د بندیز او ځنډولو په اړه د طالبانو د پرېکړې په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه اعلامیه

د آسترالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سویس، بریټانیا او متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارتو او د اروپایي ټولنې لوړپوړي استازي په یوې مشترکه اعلامیه کې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ او د مخنیوي په اړه د طالبانو پریکړې په کلکه غندلي دي. په ورته وخت کی د ثانوي ښوونځیو څخه د نجونو د منع کولو ته دوام ورکول، او په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړتیا باندې د نورو سختو محدودیتونو لګولو، چې له خپلو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه برخمن شي دا اقدام موږ هم غندو.

د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو اقدامات بې رحمانه او سیستماتیک عمل ګڼل کیږي. طالبانو په تېرو16 میاشتو کې 16 فرمانونه صادر کړي چې د نورو شیانو تر څنګ یې د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي، له کار کولو یې منع کړي، له سر څخه تر پښو پورې یې د ځان پټولو ته اړ کړي او په او په ورته وخت کې ، دوی عامه ځایونو لکه پارکونو او سپورټ کلبونو ته له تلو منع شوي دي.

. کونډې او ښځې چې د خپلو کورنیو مشرې او ډوډۍ ګټونکي دي، هغوی ته یې امر کړی چې له محرم پرته له خپلو کورونو نه وځي. د طالبانو دغه سیاستونه په ښکاره ډول د افغانانو د بشري حقونو او اساسي آزادیو په وړاندې بې غوري روښانه کوي.

د افغان میرمنو استعداد او وړتیا ته اړتیا ده چې د بیړنیو او پراخو اقتصادي او بشري اړتیاوو په حل کې مرسته وکړي. یو باثباته، سوله ییز افغانستان د یو باثباته اقتصاد سره هغه وخت ژوندی او بقا پاتې کیدی شي چې د ښځو او نجونو په ګډون ټول افغانان وکولای شي په مساوي او با معنا دار توګه په کې برخه واخلي او د خپل هیواد په راتلونکي او پرمختګ کې مشترک سهم ولری.

موږ ټول د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان له مکلفیتونو سره سم د خپلو بشري حقونو د غوښتنې په برخه کې د ټولو افغانانو تر څنګ ولاړ یو.

په دې ډول پرېکړو سره طالبان نور هم له افغان ولس او نړیوالې ټولنې څخه جلا کېږي. موږ له طالبانو څخه غوښتنه کوو چې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو د زده کړې په تړاو دغه نوي ظالمانه اقدامات دې ژر تر ژره بند کړي او هم دې خپله اوسنۍ پرېکړه لغوه کړي چې ابتدايي او لېسو ته د نجونو د لاسرسي مخه ونيسي.

د طالبانو پالیسي په داسې ډول طرحه شوې چې ښځې له عامه ژوند څخه ورکې شي او د طالبانو دا کړنه به د دې پایلې ولري چې زموږ هیوادونه له طالبانو سره څنګه اړیکه او تعامل وکړي .زموږ تر ټولو مهمه اندیښنه به د افغانانو هوساینه، حقوق او ازادي وي.