د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د استرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، دنمارک، اروپايي ټولنې، فنلند، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان، سویلي کوریا، هالند، د ناټو ملکي لوړپوړی استازی دفتر، سویدن، بریتانیا او متحده ایالاتو دیپلوماتیکي نماینده ګۍ په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو پر دفتر خونړۍ برید، چې د جمعې په ورځ ترسره شو او همدارنګه تر هغه وروسته، نور له تاوتریخوالي ډکې پېښې چې د شنبې په ورځ رامنځته شوې، په کلکو ټکو غندي. پر ملکي بشري تاسیساتو هر راز برید، باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د احتمالي جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي. طالبان، له بشرحقونو څخه د سرغړاوي مواردو له انکار څخه لاس واخلي او په خپلو لیکو کې د مسوولو کسانو د تعقیب او قانوني څېړنې چاره ترسره کړي. لکه څرنګه چې موږ مخکې هم څرګند کړی دی، د طالبانو بریدونه، له هغه سره ټکر لري، چې دوی ادعا لري، چې په دوحه کې د خبرو او مسالمت آمیزو حل لارو څخه ملاتړ کوي. موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نماینده ګي سره یو ځای کېږو او له طالبانو څخه غواړو، چې میلیونونو اړمنو افغانانو ته، بشري مرستو د لاسرسي اجازه ورکړي. موږ همدارنګه په افغانستان کې د روانو تاوتریخوالو د ژرترژره پای ته رسېدو غوښتونکي یو او له ټولو خواوو څخه غواړو، چې دایمي او هراړخیز اوربند ته غاړه کېږدي او سیاسي حل لارې ته مصمم اوسي؛ هغه څه چې د افغانانو له بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځې، ماشومانو او لږکیو له حقونو او د قانون له حاکمیت څخه ملاتړ کوي او دا ډاډمنوي، چې افغانستان نور هېڅکله د تروریزم پر ځاله او پناهځای نه بدلېږي.