متحده ايالات د ميدان وردګو په ولايت کې د ملي امنيت په روزنيز مرکز بريد غندي. دغه ناوړه کړنه د افغانستان د مدافعینو په وړاندې برید ګڼل کېږي. د داسې ډارنو کړنو پر وړاندې په مبارزه کې متحده ايالات د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي چې د سولهايزې راتلونکې او د جګړې او تاوتريخوالي د ختمولو لپاره هڅې کوي. مونږ د زړورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو ته درناوی کوو او د وژل شويو کسانو کورنيو، ملګرو او همکارانو ته خپله ژوره ډاډګېرنه وړاندې کوو. متحده ایالات په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د امنیت ټينګولو په موخه د افغان ملګرو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.