په ملګرو ملتونو کې د متحده ايالاتو سفيره نيکي هيلي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغو غړو په ډله کې وه چې په روانه اونۍ کې يې افغانستان ته سفر وکړ. سفيرې هيلي تل د هغو هڅو ملاتړ کړی دی چې په افغانستان او سيمه کې د سولې او امنيت د ټينګښت په موخه د نړيوال ملاتړ او مرستو د پياوړې کېدو لپاره ترسره کېږي. نوموړې او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هغې همکارانو د افغان چارواکو سره ليدنې او خبرې اترې وکړې تر څو د افغانستان څخه د خپل ملاتړ او مرستې په ژمنه يو ځل بيا ټينګار وکړي.
