په جلال آباد ښار کې د بريد په اړه د متحده ايالاتو سفارت اعلامیه

په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفارت د جلال آباد ښار په کډوالو چارو ریاست باندې پرونی ډارن برید او نور هغه چې په دې وروستیو کې د جلال آباد په ښار کې ترسره شول، په کلکه غندي. مونږ د وژل شويو کسانو کورنيو، ملګرو او همکارانو ته د زړه له ‌کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو او ټپیانو ته د بېړنې روغتیا هیله کوو. مونږ د هغو کسانو د ژمنتيا او زړورتیا یادون او درناوی کوو چې د افغانستان تر ټولو زيانمنېدونکو وګړو ته په چوپړ بوخت دي.

مونږ د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ یو او د دغه راز بریدونو څخه د افغانستان د خوندي ساتلو په برخه کې د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو دوامداره هڅې د ستایلو وړ بولو. متحده ایالات د افغان ملګرو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، او په راتلونکي کال کې د سولې راوستلو په برخه کې ژمن پاتې کېږي.

###