په افغانستان کې رسنیو ته لاسرسی او بنسټیزې آزادۍ

ند پرایس  د بهرنیو چارو وزارت ویاند

متحده ایالات او نړیواله ټولنه په افغانستان کې دننه د طالبانو کړنو ته له نږدې څاري ،متحده ایالات د طالبانو د هغې پریکړې څخه خبر دي چې د افغانستان د خلکو د خپلواکه ، بې طرفه ،او نړیوالو رسنیو سرچینو ته د افغانانو د لاسرسي مخه نیسي ، او موږ پدې اړه اندیښمن یو.

د امریکا غږ، بی -بی- سی او دویچه ویله په څېر رسنیو راپور ورکړی چې د دوى خپرونې چې په افغانستان کې د سيمه ييزو همکارانو له لارې خپريږي، د طالبانو له خوا د نویو، محدودو او نا خپرو شویو لارښوونو له امله د دوی خپرونو ځنډول شوي دي او د خپرېدو مخه نیولې ده.

متحده ایالات په ټوله نړۍ کې د بیان د ازادۍ ساتلو ته ژمن دي، په ځانګړې توګه د خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو د ملاتړ په برخه کې، ترڅو دوی وکولای شي له ویرې او تاوتریخوالي پرته په آزاده توګه  کار او فعالیت وکړي.

په رسنیو باندې د نویو محدودیتونو لګولو سربیره، طالبان د خپلو ژمنو څخه سرغړونې ته دوام ورکوي او افغانستان په غلط لوري رهبري کوي، په دې کې د مارچ د ۲۳ نیټې پریکړه هم شامله ده چې په ثانوي ښوونځیو کې د نجونو  ته د تګ مخه ونیول شوه. د طالبانو دا هرعمل یوازې د اندېښنې وړ دی او په ټولیزه توګه دا ښیي چې طالبان هغه اساسي ژمنې نه دي پوره کړي چې د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره یې کړي دي.

ښوونه او روزنه ته لاسرسی او د بیان آزادي په افغانستان کې د هر انسان بشري حقونه دي. دا ټول غربي ارزښتونه او يا نړيوالې ټولنې ته ورکړل شوي امتيازات نه دي چې بايد و يې منل شي، بلکې دا د بشري حقونو ارزښتونه دي چې د يوې سوله ييزې او هوسا افغاني ټولنې لپاره اړين دي او دا هغه څه دي چې طالبان يې ادعا کوي اوغواړي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې د افغانانو پر حقونو دې سرغړونې څخه لاس واخلي ، او موږ د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو.