انتونی. جی. بلینکن
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر
ښوونه او روزنه یو بشري حق دی او امریکا د طالبانو دا عذر ردوي چې ګواکې دوی د افغان ولس لپاره خپله پریکړه بیرته اخیستې او دا چې نن ټول افغانان په هره کچه ښوونځي ته ستنیږي.
لکه څنګه چې ډیری نجونې او میرمنې په ټول هیواد کې ثانوي ټولګیو ته راستانه شوي ، دوی ته ویل شوي چې تر بل خبرتیا پورې کور ته لاړ شي. موږ د ټولو افغان نجونو او د هغوی له کورنیو سره ولاړ یو، دوی پوهیږي چې د افغاني ټولنې او اقتصاد د بشپړې ودې یوازینۍ لار خپلو زده کړو ته دوام ورکول دي.
که طالبان خپله پرېکړه بېرته وانه خلي او سمدستي اقدام ونکړي، ښايي دا پر افغان ولس، د اقتصاد پر ودې او همدارنګه له نړیوالې ټولنې سره د خپلو اړیکو د ښه کولو په موخه د طالبانو پر اهدافوته سخت زیان ورسوي