په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په اړه د متحده ایالاتو د سفارت اعلامیه

لکه څرنګه چې د رسنیو او د لمړې لاس راپورونه د طالبانو له خوا پر ملکې وګړو او زیربناوو د تاوتریخوالو او بریدونو ښکارندوی دي، موږ هم د دغو تاوتریخوالو چې تر ډیره بریده د طالبانو له خوا ترسره کېږي د پای ته رسېدو غوښتونه کوو. د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل، ” نړۍ به هېڅکله په افغانستان کې په زوره تپل شوی حکومت ونه مني. په افغانستان کې یوازې د هغه حکومت مشروعیت او مرستې امکان لري چې بشري حقونو ته درناوی ولري، له اعتبار څخه برخه من وي او د خپلو خلکو په منځ کې مشروعیت ولري.

د جګړو په تېرو ۱۲ کلونو کې، شاوخوا ۳۸۰۰۰ تنه ملکې وګړې وژل شوي او تر ۷۰۰۰۰ زره زیات نور ټپیان شوي دي. میلیونونه افغانان د خپلو عزیزانو د وژل کېدو او یا هم ټپې کېدو له امله زورېدلې دي.

د افغانستان خلک په کافې اندازه د یو افغان له خوا د بل افغان پر وړاندې  تاوترخوالې لیدلې دي. په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې لېنډا توماسګرین فېلډ تېره اوونۍ وویل، ” ټول افغانان د هغو فرصتونو مستحق دي چې د ژوند کولو، کار کولو، ښونځې ته د تګ او له کومې وېرې پرته بازار د خرید لپاره د تللو زمېنه، چمتو کوي.

متحده ایالات په بشپړه توګه د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو سره خپلو مرستو ته ژمن دی. لکه څرنګه چې جمهور رییس بایډن د جون پر ۲۵ مه نېټه وویل، ” زموږ مرستې او ملګرتیا د افغانستان سره پای ته نه رسېږي… موږ به ستاسې تر څنګ ولاړ اووسو.” زموږ مرستې به د افغانستان ملي دفاعې او امنتې ځواکونو سره دوام ولري او موږ به یادو څواکونو سره په  ۲۰۲۲ ز. کال کې ۳ میلیارده ډالره مرسته وکړو. موږ تاوتریخوالې ته د پای ته رسېدو، د افغانانو بشری حقونو ته درناوی او په دوحه کې د هغه مذاکراتو چې وکولای شي د یوې عادلانه او تلپاتې سولې لامل شي، غوښتنه کوو.