د بهرنیو چارو وزارت د ویاندوی دفتر
په افغانستان کې د سوله ییز حل په اړه د ترویکا هېوادونو د کنفرانس، چې متحده ایالاتو، روسیې، د چین خلق جمهوري او پاکستان اسلامي جمهوري ته شاملېږي، ګډه اعلامیه ده.
د اعلامیې د متن پېل:
د اعلامیې متن په لاندې توګه پیلېږي: د متحده ایالاتو، روسیې فدراسیون، د چین خلق جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت نه جوړ د ترویکا استازو د اپریل په ۳۰ مه نېټه د قطر په دوحه کې سره ولیدل او د بین الافغاني خبرو اترو د ملاتړ او ورسره مرستې په تړاو خبرې وکړې. د جګړې دواړه خواوې باید یوې هوکړې او دایمي او هراړخیز اوربند ته سره ورسېږي. د ترویکا استازو په دې ترڅ کې د اسلامي جمهوري او طالبانو مذاکراتي ټیم او قطر هېواد استازو سره، چې په پوره لورینې سره یې د دغه کنفرانس د ګډونوالو کوربه وو، هم لیده کاته درلود.
د بحثونو روحیې ته په پام سره او همدارنګه د ترویکا د مخکنیو ناستو خبرو پایلو ته په پام سره، چې په ترتیب سره د ۲۰۱۹ ز. کال د مارچ پر ۲۲، د اپریل ۲۵، جولای ۱۱ او اکتوبر ۲۵ او د ۲۰۲۰ ز. کال د جون ۳، نومبر ۳۰ او د ۲۰۲۱ ز. د مارچ ۱۸ جوړې شوې وي، دغه اعلامیه په لاندې توګه د څلورو برخه والو هېوادونو له خوا تایید شوې ده:
- موږ د عادلانه سولې د ټینګښت او د جګړې پای ته رسېدو په برخه کې د افغانستان ولس پراخې او د زړه له تله غوښتنې تاییدوو.
- موږ یو ځل بیا ټینګار کوو، چې په افغانستان کې هېڅ پوځي حل لاره شتون نه لري او یوازې د افغانستان په مشري او مالکیت په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې یوه سیاسي حل لاره پایله ورکوي.
- موږ د متحده ایالاتو او ناټو د اپریل ۱۴ مې نېټې د اعلامیې یادونه کوو، چې په هغه کې راغلی، دوی د ۲۰۲۱ ز. د مي له لومړي نېټې د ځواکونو ایستل له افغانستانه پیلوی، چې د سپتمبر تر ۱۱ پورې دوام کوي، دې ته په پام سره موږ ټینګار کوو، چې په افغانستان کې د اوضاعو د مداوم لېږد څخه د ډاډمنتیا لامل شي او د ځواکونو د وتلو په موده کې د سولې بهیر باید و نه ځنډول شي، همدا راز په افغانستان کې باید هېڅ راز جګړه رامنځته نه شي او د نړیوالو ځواکونو امنیت باید خوندي شي.
- موږ تمه لرو، چې د هر بل هېواد د امنیت د ګواښ لپاره د افغانستان له خاورې څخه د تروریستي ډلو او وګړو د ګټه اخیستنې په تړاو طالبان د خپل تروریستي ضد ژمنو باندې عمل وکړي. همدارنګه پر دې ژمنې به عمل کوي، چې د تروریستي ډلو کوربه توب نه کوي، او د هغوی له خوا د وګړو د جذب او مالي مرستو د راټولولو مخه نیسي.
- موږ د بیا لپاره په افغانستان کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کوو، چې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچې ټيټه وساتي او له طالبانو څخه غواړو، چې خپل پسرلني عملیات پیل نه کړي. موږ هر هغه برید، چې په افغانستان کې ملکي کسان هدف ګرځوي، په کلکو ټکو غندو او له ټولو خواوو غواړو، چې د ملکي وګړو د ملاتړ پورې اړوندو شرایطو په ګډون، د بشري نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.
- موږ د بیا لپاره ټینګار کوو، چې دیپلوماتیک کارکوونکي او شتمني مصون دي او په کابل کې د یپلوماتیکو کارکوونکو، ملکیتونو او شتمنیو باندې به هر راز برید به له غبرګون سره مخ شي.
- موږ د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت او د ملي مصالحې عالی شورا څخه غواړو، چې له خپلو طالب سیالانو سره د هر راز هوکړې په تړاو ځانونه ښکېل کړي. موږ د ترویکا د غړو هېوادونو د مارچ د ۱۸ مې نېټې د ګډې اعلامیې سره سم، په افغانستان کې د زور له لارې د هیڅ دولت له رامنځته کېدو څخه ملاتړ نه کوي.
- موږ د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ کال په تحریمونو کې د طالبانو د کسانو او بنسټونو د وضعیت د څېړلو ملاتړ کوو، لکه څرنګه چې د امنیت شورا د (۲۰۲۰) کال په ۲۵۱۳ ګڼه پرېکړه لیک یې یادونه شوې ده. د تاوتریخوالي کچې د راټیټولو او د بین الافغاني خبرو د پرمخ بېولو په موخه د طالبانو له خوا دوامدارې هڅې به پر دغه لړۍ مثبتې اغېزې ولري.
- موږ په افغانستان کې د دواړو لوریو د لوړ پوړو مشرانو د ګډون په موخه د ترکیې له خوا د کنفرانس کوربه توب ستاینه کوو او همدارنګه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او قطر هېواد د ونډې هرکلی کوو. موږ د مذاکره چي لورو څخه غواړو، ترڅو د یوې پراخې او دایمي سیاسي هوکړې پر لوري حرکت وکړي.
- موږ د سولې پروسې د تسهیل په برخه کې د قطر هېواد له اړین ملاتړ څخه مننه کوو او په دوحه کې د دواړو لورو د مذاکره چي ټیمونو ترمنځ د خبرو او بحث له دوام څخه ملاتړ کوو.
- موږ د افغانستان د سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو د پراخې ونډې په ځانګړې توګه د سولې په نورو بهیرونو کې د دغه سازمان د پام وړ تجربې او تخصص هرکلی کوو.
- موږ په ټینګار سره، د یوې داسې تلپاتې او عادلانه سیاسي مصوبې څخه ملاتړ کوو، چې د یو خپلواک، حاکم، یوموټي، سوله غواړی، دموکراتیک، پرځان بسیا، له تروریزم څخه لیرې افغانستان لامل شي. ترڅو د کډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره لاره هواره شي.
- موږ له ټولو افغانانو په ځانګړې توګه اسلامي جمهوري دولت او طالبانو څخه غواړو، چې ډاډ ترلاسه کړي، چې د بل هر هېواد د امنیت د ګواښنې لپاره د افغانستان خاوره د تروریستي ډلو او کسانو له خوا نه کارول کېږي.
- موږ د بیا لپاره ټینګار کوو، چې د سولې هر راز هوکړه لیک باید، د افغانانو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نارینه وو، ماشومانو، د جګړې قربانیانو، او لږکیو حقونو خوندیتوب ته شامل وي. او باید د افغانانو د اقتصادي، ټولنیزې او سیاسي په ځانګړې توګه د قانون حاکمیت د پرختیا لامل شي.
د اعلامیې پای