په افغانستان کې د ترهګريزو بريدونو په اړه د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت پیغام

د امريکا متحده ایالات په کابل او غور کې د اکټوبر د ۲۰مې تروریستي بريدونه، او همدارنګه په ټول افغانستان کې هغه بريدونه چې د تېرې اونۍ په ترڅ کې ترسره شول په کلکه غندي. مونږ دغو بريدونو ته د افغانستان د حکومت او امنيتي ځواکونو چټک غبرګون د ستاینې وړ بولو، او په دغو پېښو کې د وژل شويو کسانو کورنيو او ملګرو ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو.

د دغو بې مانا او ډارنو هڅو پر وړاندې د افغانستان لپاره زمونږ ژمنه ثابته او اوږدمهاله ده. متحده ایالات د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دي او په همدې توګه سولې او امنیت ته د رسېدو لپاره د هغوی د هڅو ملاتړ کوي.