په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د مرستيال ریچارد اچ ریلی لنډه پېژندنه

ریچارد اچ ریلی، د امريکا د متحده ايالاتو په بهرنيو چارو وزارت کې د بهرنيو خدمتونو د لوړ رتبه مامورينو د ډلې څخه دی او د امریکايي دیپلومات په توګه یې ۲۵ کاله خدمت کړی دی. د ۲۰۱۷م کال د جولای څخه را په دېخوا په کابل کې د متحده ايالاتو په سفارت کې د مرستيال په توګه کار کوي.

ښاغلی ریچارد مخکې له دې، د ۲۰۱۵م د اګست څخه د ۲۰۱۷م کال جون پورې د یمن صنعا ښار کې د متحده ایالاتو په سفارت کې دنده ترسره کړئ. تر دې مخکې، د ۲۰۱۲م څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې د کاناډا د نوا ښار اسکوشیا هلیفکس کې د متحده ایالاتو په قونسلګرۍ کې د مدیر/ جنرال قونسل په توګه پاتې شوی دی. نوموړي د ۲۰۱۱م څخه تر ۲۰۱۲م کال پورې د افغانستان په ننګرهار کې د ولایتي بیارغونې ډلې د لوړ پوړي ملکي استازي په حیث کار کړی او هلته یې د  ګڼو ملیتونو او سیمه ییزو کارکوونکو ۳۲ کسیزه ډلې مشري په غاړه لرله، او هلته یې د حکومتولۍ په تطبیق، د قانون تنفیذ، د اقتصادي پراختیا په ستراتیژۍ او د افغانستان حکومت د ظرفیت جوړولو برخو کې کار کړی. ښاغلي ریچارد د ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۰م کال پورې په مصر او ختیځ چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه چارې سمبال کړي او په مصر، اردن، سوریه او لبنان کې یې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست مشري په غاړه لرلې ده. نوموړي همدارنګه د ۲۰۰۶م څخه تر ۲۰۰۸م کال پورې د واشنګټن دي سي په فورټ مکنر پوځې ملي کالج کې خپلې زده کړې ترسره کړې او له هغه ځای څخه د یو پیاوړي افسر په توګه فارغ شو. ښاغلي ریچارد په عراق کې دوه ځلې دندې ترسره کړي،  لومړي ځل د ۲۰۰۶م څخه تر ۲۰۰۷م کال پورې د عراق ذی قار ښار ولایتي بیارغوني ډلې د رئیس په توګه کار وکړ او د ۲۰۰۷م څخه تر ۲۰۰۸م کال پورې د بغداد په سفارت کې د دیموکراسۍ او بشري حقونو د لوړپوړي کارکوونکي په توګه کار کړی.

ښاغلي ریچارد د خپلې دندې په لومړیو کې د ۱۹۹۰م تر ۱۹۹۲م کال پوري په لندن، د ۱۹۸۸م تر ۱۹۹۰م کال پورې په مسکو او د ۱۹۸۶م څخه تر ۱۹۸۸م کال پورې په کنگسټن جمیکا کي خدمت کړی دی. نوموړي د پخواني شوروي اتحاد د راپرځیدلو وروسته د متحده ایالاتو د دوو نویو سفارتونو په جوړولو او رهبرۍ کې مرسته کړې ده. ښاغلي ریچارد د ۱۹۹۲م کال سقوط څخه وروسته د استونیا هېواد په تالین ښار کې د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر وو او په ۱۹۹۲م کال کې یې د قزاقستان د الماتا ښار د نوې سفارت د جوړولو مشري درلوده.

ښاغلی ریچارد تر دې مخکې په خصوصي برخه کې هم  تجربه لري او د څلورو کلونو لپاره د هانګ کانګ او د سانفرانسسکو په پرایس واټر کوپرز کې د بوسټن د سلاکارانو ډلې (بي سي جي) د ستراتیژیک ستر سلاکار په توګه پاتې شوې دی. نوموړی د هاروارد تجارت ښوونځي څخه په اداره او تجارت کې د ماسترۍ سند لري، او همداراز د ملي پوځي پوهنتون څخه د نړیوال امنیت د ستراتیژۍ په برخه کې هم ماستري لري او د اټن، جورجیا پوهنتون څخه د اقتصاد لِسانس په لاس کي لري.

ریچارد د خپلې دندې په بهېر کې ماندارین چینایي، عربي، روسي او پښتو ژبې زده کړي دي. او بیلابیلې جایزې یې ګتلي دي، چې په کې څو عالي افتخاري مډالونه او د ستونزمني ژبې د یادولو ماتیلدا سنکلر جایزه هم شامله ده.