په اسلامي جمهوري افغانستان کې د ډیپلوماټیکو استازولیو ګډه اعلامیه ۱۸ جولای ۲۰۲۱

د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د استرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، د اروپايي ټولنې استازي، فنلند، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان، کوریا، هالند، د ناټو لوړپوړی ملکي استازولی، اسپانیا، سویډن، بریتانیا او متحده ایالاتو دیپلوماتیکې نماینده ګۍ، د طالبانو د روانو بریدونو، چې د خبرو له لارې یوې سیاسې حل لارې ته د رسېدو هڅې شنډوي، او ملکي خلک زیانمنوي او بېځایه کوي، د چټک بندېدو غوښتونکي دي. موږ د افغانستان په لر او بر کې د هدفي وژنو لړۍ، د حیاتي زېربناوو تخریب، او د افغانانو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو پر وړاندې ګواښونه، اعلامیې او نور اقدامات په سختو ټکو غندو؛ دا هغه لاسته راوړنې دي، چې موږ ترې په بشپړه توګه ملاتړ کړی دی.

د طالبانو روان بریدونه، د خبرو له لارې له سیاسۍ حل لارې او په دوحه کې د سولې بهیر څخه د هغوی د ملاتړ له ادعا سره په ټکر کې دی. دغه چاره، د هدفي وژنو، د ملکي وګړو د بېځایه کېدو، د ملکي ودانیو د چور تالان او سوځېدو، د حیاتي زېربناوو د تخریب او ارتباطي شبکو د له منځه تللو په ګډون د بې ګناه افغانانو د وژنې لامل ګرځي. د ملکي وګړو پراخه وژنه او پر زندانونو برید، په بې ساري توګه د قانون حاکمیت ته د نه پاملرنې ښودونکی دی. په هغو سیمو کې چې د طالبانو له خوا نیول شوي، څارونکي او ځايي اوسیدونکو، د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړاوي هڅو او د بشر حقونو د سرغړاوي مواردو د پټولو په موخه د خصوصي او عامه رسنیو د بندېدو او د بیان ازادۍ کچې راټیټېدو په اړه راپور ورکړی دی.

موږ د خپلو اړوندو ماموریتونو له خوا، دغه اقدامات او نور هغه اقدامات، چې د افغانستان د خلکو د بشري حقونو د نقض لامل کېږي، په کلکو ټکو غندو. افغانانو په تېرو شلو کلونو کې زیاتې لاسته راوړنې لرلې دي او غواړي، چې د پرمختیا، بشر حقونو او بیان ازادۍ په برخو کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړي. موږ غواړو ټینګار وکړو، چې په تېرو شلو کلونو ترلاسه شوي لاسته راوړونې یوازې په هغه صورت کې تلپاتې پاتې کېدای شي، چې ټول اړخونه له یو بل سره یو ځای کار وکړي.

موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندوی ماموریت سره یو ځای له طالبانو او نورو اړخونو څخه غواړو، چې ډېر ژر روانو تاوتریخوالو ته د پای ټکی کېږدي، له یو دایمي او هراړخیز اوربند سره هوکړه وکړي، او د افغانستان د خلکو د کړاوونو د پای ته رسېدو په موخه د سولې خبرو کې چې د سیاسي هوکړې لپاره لاره اواروي او د ټولو په ګټه ده، په بشپړه توګه ونډه واخلي او دا ډاډ ورکړي، چې افغانستان د بیا لپاره د تروریستانو پر امن پټنځای نه بدلېږي.

طالبان په دغه لوی اختر کې، باید د تل لپاره خپله وسله پر ځمکه کېږدي او نړیوالو ته د سولې په تړاو خپله ژمنتیا وښيي.