پرته له زېربنایي تاسیساتو، هیڅ څوک نه ګټونکی کیږي ډاکتر ټینا ډولي-جونز، په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې رئیسه, جون ۲۰۲۱

زېربنایي تاسیسات د کورنیو، ټولنو، ولسوالیو، او ولایتونو لپاره خورا اړین دي. له کلیوالي سیمو څخه نیولې بیا د ښارونو تر مرکزونو پوري، زېربنایي تاسیسات زموږ د ټولو په ژوند کې مهم رول لري.

د اوبو زېربناوي، لکه د اوبو د تصفیې مرکزونه او نلونه، زموږ کورونو او کارځایونو ته د څښاک پاکې اوبه لېږدوي. ولس ته د غلې او دانې د چمتو کولو لپاره بندونه او د اوبولګولو کانالونه د کروندګرو اړتیا ده. د برېښنا د تولید شبکې او د برېښنا د لېږد لینونه زموږ کورونه او کارځایونه روښانه کوي، زموږ خوراکي توکي خوندي ساتي، او زموږ کرځنده ټلیفونونه او نور برېښنایي وسایل چارجوي. مخابراتي پايې د افغانستان په هر ګوټ کې خلکو ته د نړیوال اقتصاد سره د نښلېدو زمینه برابروي. لوړکیفیت‌لرونکي سړکونه او لویې لارې موږ ته د هغو نژدې خپلوانو سره چې د هیواد په بل ښار یا څنډه کې اوسیږي، د لیدو آسانتیا برابروي، او له یو ځای څخه بل ځای ته زموږ د ټولو د اړتیا وړ توکو او خدمتونو په لېږد رالېږد کې مرسته کوي. په روغتونونو کې زموږ د ناروغانو پاملرنه او درملنه کیږي او ښوونځي د ټولو افغانانو لپاره د زده‌کړې چاپیریال برابروي.

لږ تر لږه دومره ویلای شو چې موږ ټول د ژوندي پاتې کېدو لپاره زېربنایي تاسیساتو ته اړتیا لرو.

خو، په دې وروستیو کې، موږ په ټول هیواد کې د زیربنایي تاسیساتو د ورانېدو شاهدان یو. یوازې د روان کال په مې میاشت کې، موږ د ورانیو د یوې لویې څپې لیدونکي وو. د برېښنا د ۲۰ پایو د ړنګېدو په پایله کې، په کابل کې په زرګونو کورنۍ د برېښنا له نشتون سره مخ شوې. د کابل-جلال آباد پر لویه لاره یو پل والوزول شو چې د سرخ رود، خوګیاڼۍ، شیرزاد، او حصارک ولسوالیو د اوسېدونکو تګ‌راتګ یې له ستونزو سره مخ کړ.

دغه ټولې پیښې یوازي د یوې میاشتې په ترڅ کې رامنځ ته شوې. په نورو ولایتونو لکه بغلان، غزني، هلمند، هرات، کندز، او وردګ کې هم ورته پیښې رامنځ ته شوي چې بې‌شمیرې ټولنې یې اغیزمنې کړي او د خلکو ژوند یې له کړاوونو سره مخ کړی دی.

د زېربنايي تاسیساتو ورانول له هیڅ چا سره مرسته نه کوي. ددې کار په ترسره کولو سره یوازې داسې ناخوالې رامنځ ته کیږي چې په ژبه ویل کېدای نه شي.

د افغانستان حکومت پوهیږي چې کله چې برېښنا لاړه شي، کله چې خلک ونه شي کولای چې له یوې ولسوالۍ یا ولایت څخه بلې ولسوالۍ یا ولایت ته سفر وکړي، یا کله چې مور او پلار ونه شي کولای چې د ودانۍ د نشتون له کبله خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي، موږ ټولو ته تاوان رسیږي.

پاتې دي نه وي چې په نه ستړې کېدونکې توګه د برېښنا د ترمیم او په لنډ وخت کې د هغې د بیرته رغولو په برخه کې د افغانستان برښنا شرکت د انجینرانو او تخنیکي کارکوونکو ځان‌ښندنه او زړه‌ ورې هڅې د ستاینې وړ دي. افغان حکومت، د برښنا شرکت د زړه ورو تخنیکي کارکوونکو سره په ګډه، هڅه کړې ترڅو په چټکۍ سره -ځیني وخت یوازې په یوه ورځ کې ـ وران شوي زیربنایي تاسیسات ترمیم او بیرته ورغوي. کله چې د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر میاشت کې د هرات ولایت په زنده‌جان ولسوالۍ کې د برېښنا یوه پایه ړنګه شوه، د افغانستان برښنا شرکت وکولای شول چې سبا ته ړنګه شوې پایه ترمیم او د برېښنا جریان بیرته عادي حالت ته راوګرځوي. دا د افغانستان د ولس لپاره، په ځانګړې توګه په دې سخت وخت کې، د اړینو خدمتونو د چمتو کولو په برخه کې د حکومت ژمنه څرګندوي.

د افغانستان حکومت هڅه کوي ترڅو د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې ۵.۸ کیلومتره اسفالت سړک چې د خواجه چاشت سړک د الله ګل مجاهد مدرسې سره نښلوي، ورغوي. د حکومت په مالي لګښت، په پلخمري کې د درې کیلومتره په اندازه د اجمیر کانال د بیارغونې چارې اوس بشپړې شوي دي. توربینونه یې د اته مېګاواټه برېښنا د تولید توان لري چې په یو کال کې د ۱۰۰۰۰ څخه زیاتو کورونو د برېښنا اړتیا د پوره کولو لپاره بسنه کوي.

حکومت همدارنګه د اوبو د زېرمو، کانالونو، او د اوبو لګولو سیسټمونو د رغنیزو چارو د بشپړولو په برخه کې په بریالیتوب سره خصوصي سکتور راکښېل کړی دی، چې په دې توګه یې په دې وروستیو کې په خوست، پکتیا، او لغمان ولایتونو کې له زرګونو څخه زیاتو هغو کورنیو څخه چې معیشت یې په اوبو پورې تړلی دی، ملاتړ کړی دی.

زه د افغانستان له حکومت څخه مننه کوم او د ددې هیواد د ولس لپاره د ډاډمنو زېربناوو د پراخو ګټو د مساعدولو لپاره د ټولو انجنیرانو، عملیاتي کارکوونکو، موټرچلونکو، او ترمیم ډلو څخه د دوئ د ژمنتیا له کبله، ستاینه کوم. پرته له زېربنایي تاسیساتو، هیڅ څوک نه ګټونکی کیږي. د زیربنایي تاسیساتو په مرسته، افغانستان او ولس یې کولای شي چې خپلې سترې وړتیا ته د رسېدو په برخه کې پرمختګ وکړي.