سفیر جان بس مزار شریف ته د خپل لومړي سفر، او د ولايتي چارواکو، مدني ټولنې غړو او هلته د ناټو د مېشتو پوځي ځواکونو د قوماندانانو سره تر یوې ورځنۍ لیدنو کتنو وروسته پرون کابل ته راستون شو. مېرمن هالي هولزر هم په دغه سفر کې د هغه ملتیا کوله.
سفیر بس وویل: “د هغو ټولو کسانو له میلمه پالنې څخه مننه کوم چې په مزار شریف کې مې ورسره ولیدل. په بلخ ولایت کې د مدنې ټولنې او حکومت هڅې او مسئوولیتونه الهام بښونکې دي او زه د یو ټیکاومن او سوله ایز افغانستان د جوړولو لپاره د ګډو هڅو دوام ته سترګې په لار یم. ”
د دغه سفر په ترڅ کې، سفیر بس د بلخ د والي محمد اسحاق رهګذر، د پخوانی والي عطا محمد نور، سیمه ایزو سوداګرو، د ځايي ښځينه حکومتي چارواکو او د مدني ټولنې له استازو سره هم ليدنې کتنې ترسره کړې.
همدارنګه هغه د افغانستان په شمال کې د ناټو د روزنې، مشورې او مرستې ماموریت د قوماندان برید جنرال سټال او یو شمېر نورو لوړپوړو پوځي چارواکو سره مشورتي غونډه وکړه ترڅو هغه روزنې وڅېړي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت غړي هېوادونه يې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د هغوی د اغېزمنتيا د لوړولو په موخه برابروي.
د امريکا متحده ايالات د بلخ په ولايت کې د مدني ټولنې د ځواکمنتيا، اقتصادي پراختيا پیاوړتیا او د امنيت د ښه والي په موخه د زيات شمېر اقتصادي، بشري او پراختيايي پروژو څخه ملاتړ کوي.