متحده ایالات له افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتوي پر تلپاتې ګډون د بیا لپاره ټینګار کوي

له نېکه مرغه متحده ایالات د افغانستان له خلکو سره تلپاتې ګډون لري. متحده ایالات، ان له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرمهال، له دغه هېواد سره د سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په لټه کې دی. موږ خپلې اړیکې د راتلونکو کلونو لپاره لا پیاوړې کوو.

موږ خوشاله یو، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستان سره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو د نړیوالو پرمختیايي همکاریو ادارې د نویو بشري مرستو چې تر ۲۶۶ میلیون ډالر زیاتې دي، د اعلان په درشل کې، څرګند کړ، په دغه مرستې سره له ۲۰۰۲ ز. کال راهیسې له افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستې کچه نژدې ۳.۹ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د خلکو او دولت جدي ملګری دی او په تېرو دوو لسیزو کې د بشري مرستو په ګډون، په بېلابېلو برخو لکه د زېربناوو په برخه کې د مشارکتي پروژو، جنسیت، زده کړې، کرنې، روغتیا، امنیت، دموکراسۍ، له نشه يي توکو سره مبارزې او له فساد سره د مبارزې په ډګرونو کې مرسته کړې ده.

د متحده ایالاتو او زموږ د نړیوالو شریکانو دغه بشري مرستې، د هغو ۱۸ میلیونو افغان وګړو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره دی، چې له بېوزلي، فقر، د کووید ۱۹ ناروغي پراختیا او بېځایه کېدو ستونزې سره لاس او ګرېوان دی. دغه نوې مرستې د دې شونتیا برابروي، چې د افغانستان د خلکو لپاره د ژوند ساتنې، سرپناه، معیشتي فرصتونو، بنسټیز روغتیايي مراقبتونو، بیړني غذايي مرستې، پاکه اوبه او روغتیاپالنې خدمتونه، چمتو شي او د کووید ۱۹ پانډمیک له امله رامنځته شویو اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

سربېره پر دې، موږ د ترټولو زیانمنونکو افغانانو لپاره له اړتیاوو سره سم به بشري مرستې برابروو. موږ له نورو مرستندویانو څخه هم غوښتنه کوو، چې د افغانستان د بشري بیړنیو اړتیاوو د پوره کېدو په برخه کې سخاوتمندانه مرسته وکړي. د افغانستان ګاونډیان، څخه غواړو، چې خپل پولي د هغو افغانانو پر مخ پرانېستي وساتي، چې د نړیوال ملاتړ په لټه کې دي. زموږ موخه یو داسې باثباته او امن افغانستان دی، چې افغانانو یې وړ دی.