متحده ایالات د افغانستان د سولې په خبرو کې له سترو پرمختګونو څخه هرکلی کوي

مایکل آر. پمپو د بهرنیو چارو وزیر
د دسمبر 2 مه، 2020
متحده ایالات له هغې هوکړه لیک څخه هرکلی کوي، چې نن د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو مذاکره چي ټیمونو ترمنځ اعلان شوی دی. دغه هوکړه لیک د افغانستان د سولې په هغو خبرو کې د عطف مهم ټکی دی، چې د ۲۰۲۰ ز. کال د سپتمبر له ۱۲ مې نېټې راهیسې پیل شوې دي. دغه هوکړه لیک، هغه کړنلارې او مقررې په نښه کوي، چې دواړه لوري د خبرو له پیلېدو راهیسې پرې خبرې او بحث کړې دي. دغه ټیمونه څو مهمې پرېکړې کړې دي، چې د سیاسي لارې نقشې او پراخ اوربند په تړاو د هغوی د خبرو لپاره لاره پرانېزي. موږ دواړه لورو ته د خبرو پروسې د تعقیب او ګډو ټکو د موندلو په برخه کې مبارکي وایو. دغه لاسته راوړنه د دې ښودنه کوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبان دواړه جدي دي، پر اختلافاتو د برلاسي کېدو جوګه او له ستونزمنو مسلو سره د مقابلې لپاره چمتو دي. هغه څه چې ترلاسه شوي، په دغه جګړه کې چې تر څلوېښتو کلونو زیاتې مودې راهیسې دوام لري، یوې سیاسې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د بریا لپاره هیلې راټوکوي. متحده ایالات له قطر هېواد څخه مننه کوي، چې په دغو خبرو کې د کوربه او تسهیلوونکي ونډه ادا کړې ده. د سیاسي لارې د نقشې او اوربند په تړاو پرمختګ هغه څه دي، چې د افغانستان خلک یې تر هر څه زیات غوښتونکی دي. متحده ایالات له نړیوالې ټولنې سره یوځای، دغې موخې ته د رسېدو لپاره، د سولې له پروسې څخه به ملاتړ وکړي. د سیاسي لارې د نقشې او دایمي اوربند په تړاو د خبرو په پیلېدو سره، موږ بیا هم د تاوتریخوالي کچې راتيټېدو او اوربند لپاره له ټولو خواوو سره په جدیت سره به کار وکړو.