ند پرایس
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند
په افغانستان کې د بشردوستانه د ملاتړ په اړه د نن ورځې د لوړې کچې ژمنې غونډې په ترڅ کې، متحده ایالاتو اعلان وکړ چې موږ د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره نږدې ۲۰۴ میلیون ډالر اضافي بشري مرستې چمتو کوو، د دې مالي بستی سره د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر دې دمه ، د دې مرستې مجموعي اندازه به ۷۲۰ میلیون ډالرو ته ورسیږي.
له افغانانو سره د امریکا ژمنې دوام ورکولو په لرکی په نوې بودیجه کې شاوخوا ۱۳۴ میلیونه ډالره شامل دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویلېږي او له ۷۰ میلیونو ډالرو څخه زیات د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا به ورکړل شي . متحده ایالاتو د نورو مرستندویه هیوادونو د ژمنو هرکلی وکړ او د آلمان، قطر، انګلستان او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) څخه یې د دې مهمې غونډې د کوربه توب ستاینه وکړه .
د متحده ایالاتو دا مرسته په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د بشردوستانه د کچې لوړولو سره مرسته وکړي ، او دا مرسته د خپلواکو بشردوستانه سازمانونو له لارې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)، د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق (UNFPA) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF) شامل دي او لخوا به مصرف شي. دا بودیجه د افغانستان لپاره د ۲۰۲۲ کال د بشري مرستو د پلان او د افغانستان لپاره د ۲۰۲۲ کال د سیمه ایز وضعیت کډوالو د پلان په چوکاټ کې شامله ده.
دا مرستې بیړني نغدي پیسې، سرپناه، د تروما یا د رواني روغتیا پاملرنې مرستې ، اوبه، حیاتی روغتیای ساتنې او حفظ الصحې مرستې، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په وړاندې خدمتونه، څو اړخیزې مرستې، په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو او راستنیدونکو خلک او په ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالو نفوس سره د بیا یوځای کیدو مرستې او خدمتونه شامل دي.
متحده ایالات د افغانانو د بشردوستانه اړتیاوو ملاتړ ته ژمن دي، او موږ د طالبانو پر مشرتابه باندی فشار راوړو چې د افغان نجونو د زده کړې حق په شمول ، د افغانستان د ټولو اتباعو بشري حقونو ته د درناوي لپاره خپلو ژمنو ته دوام ورکړي،
که طالبان خپله پرېکړه بېرته وانه خلي او سمدستي اقدام ونکړي، ښايي دا پر افغان ولس، د اقتصاد پر ودې او همدارنګه له نړیوالې ټولنې سره د خپلو اړیکو د ښه کولو په موخه د طالبانو پر اهدافوته سخت زیان ورسوي.