متحده ایالات، د ۲۰۲۰ کال په کنفرانس کې د یو امن، دموکراتیکه، پرځان بسیا افغانستان په تړاو پر خپلې ژمنتیا ټینګار کوي.
متحده ایالاتو د افغانستان د ۲۰۲۰ کال په کنفرانس کې، چې د نومبر پر ۲۳- ۲۴ جوړ شوی و، ګډون وکړ. دغه کنفرانس شپږم څلور کلنی کنفرانس و، چې د افغانستان په تړاو د نړیوالو پرمختیايي مرستو د همغږي کولو په موخه جوړېږي. دغه کنفرانس، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د فنلند هېواد، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) په کوربه توب جوړ شوی و. د دغه کنفرانس په بهیر کې، متحده ایالاتو، یو ځل بیا د یو امن، دموکراتیک، پرځان بسیا افغانستان په تړاو، چې سوله پکې ټینګه وي او له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري، پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ او لاندې موارد یې اعلان کړ:
• متحده ایالاتو اعلان کړی، چې د ۲۰۲۱ ز. کال لپاره له افغانستان سره به ۶۰۰ میلیونه ډالره په ملکي برخه مرسته کوي. موږ پر دې خوشاله یو، چې نن ورځ مو د ۳۰۰ میلیونه ډالره ملکي مرستې د ورکړې ژمنتیا وکړه؛ په داسې حال کې ۳۰۰ میلیونه ډالره نور یې د سولې په پروسه کې پرمختګ پورې تړلې ده. تر ۲۰۲۱ وروسته راتلونکې مرسته په پرتلیز ډول پلان ګذاري شي؛ په دې شرط، چې د افغانستان دولت له خوا د روڼتیا، ځواب وینې او همدارنګه د سولې په پروسه کې مداومه پرمختیا شتون ولري.
• متحده ایالات د افغانستان د سولې له خبرو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. ټول اړخونه باید له دغه تاریخي فرصت څخه د سولې لپاره ګټه واخلي او د تاوتریخوالي کچې راټیټولو ته، چې د سولې خبرو اترو د بریا پړاو ته رسوي، ژمن واوسي.
• موږ افغانستان هڅوو ترڅو سولې، امنیت، د ښځو او نجونو له حقونو څخه ملاتړ او همدارنګه د اقتصادي سمونونو په ځانګړې توګه خپلې موخې، ثبات او ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره له فساد سره ټینګه مبارزې، ته لومړی توب ورکړی.
• په افغانستان کې د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي پرمختګ لپاره، د ښځو د حقونو پرمختیا اړینه ده. متحده ایالاتو او نور نړیوال مرستندویان په دې برخه کې سره یو موټی او همغږي دي، چې له افغانستان سره راتلونکي مرستې به د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه ښځو، نجونو او نورو مذهبي او قومي لږکیو د بشري حقونو د ملاتړ او خوندیتابه په موخه د افغانستان د اقداماتو پورې تړلې دي.
• د نن ورځې ملکي مرستو ژمنتیا، تر هغه ۳,۴ میلیارده ډالره امنیتي مرستو سربېره ده، چې متحده ایالات یی هر کال افغانستان ته ورکوي.
• تر هغې ملکي مرستې سربېره، چې د څلور کلنو کنفرانسونو په لړ کې یې ژمنه شوې، متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر ۶,۳ میلیارده ډالره پورې له افغانستان او سیمې سره بشري مرستې کړې دي. د ۲۰۲۰ مالي کال په بهیر کې متحده ایالات نژدې ۲۷۷ میلیونه ډالره زیاتې بشري مرستې وړاندې کړي، چې د بیړني خوراکي توکو، روغتیا، بشري ملاتړ، هستوګنې، اوبو، روغتیاپالنې خدمتونو په برخو کې د افغانستان تر ټولو زیانموونکو کورنیو ته، چې له جګړو او طبیعي پېښو څخه زیانمن شوي، وړاندې شوي دي. دغه مرستې همدا راز داخلي بېځایه شوي کسان، راستنیدونکي او کوربه ټولنې تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي.
• د کوویډ ۱۹ ناروغي په وړاندې د نړیوال غبرګون د یوې برخې په توګه متحده ایالاتو د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د ۱۰۰ تنفسي دستګاوو سربېره ۳۹ میلیون ډالره روغتیايي او بشري مرسته کړې ده، چې له افغانستان څخه د پام وړ ملاتړ ګڼل کېږي.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان لاسته راوړنې
افغانستان تر ټولو مخکې له سترو امنیتي ننګونو سره مخ و او د جګړې بیه هم تر ډېره پخپله د افغانستان د خلکو له خوا ورکړې شوې ده. خو د دوی د هوډ له امله، دا یو نه انکارېدونکی واقعیت دی، چې نن ورځ افغان ښځې او نارینه، د دوو تېرو لسیزو په پرتله، د له ښې روغتیا، پرمختګ، زده کړو او پراخو ازادیو څخه برخمن دي. متحده ایالات او متحدین یې پر هغو مرستو او ملاتړو ویاړي، چې د دغه تاریخي پرمختګ په برخه په ځانګړې توګه په لاندې برخو کې ترسره کړې دي:
• زده کړې لاسرسي کچه د میلیونونو افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته ښه والې موندلې ده. د تېرو ۱۹ کلونو په بهیر کې د متحده ایالاتو او نورو مرستندویانو د مرستې په پایله کې په افغانستان کې د لومړنیو او لوړو زده کړو کیفیت او ورته لاسرسي ډېر ښه والی موندلی او دغه لړۍ، د ځوانو افغان ښځو یو نسل د دې جوګه ګرځولې، چې زده کړه وکړي. تر نهه میلونه زیات ماشومانو ښوونځیو ته ځي، چې ۵,۳ میلیونه یې نجوني دي او تر ۱۰۰َ۰۰۰ زیاتې افغان ښځې په دولتي او خصوصي لوړې زده کړې موسسو کې زده کړه کوي. د لومړنیو زده کړو په برخه کې د شاملو زده کوونکو له جملې څخه ۴۰ سلنه یې نجونې دي، او نن ورځ تر هر بل وخت، زیاتې ښځې د سفیر، د کابینې د غړې، د پارلمان د غړې او امنیتي ځواکونو په توګه پر دندو بوخت دي.
• له ۲۰۰۲ کال راهیسې په ښځو کې د ژوند هیله منځنۍ کچه له ۴۷ کلنې څخه ۶۰ کلني ته لوړه شوې او د نویو زېږېدلو ماشومانو او میندو د مړینې کچه نیمايي راټیټه شوې ده. چې ددغو پرمختګونو یوه برخه، د متحده ایالاتو د نورو نړیوالو مرستندویانو د مرستو پایله ده. د قابله ګانو او نورو روغتیايي کارکوونکو په شمېر کې زیاتوالي، د دغه پرمختګ د ترلاسه کېدو عمده لامل دی.
• د افغانستان اقتصاد له ۲۰۰۱ کال راهیسې، په پراخه کچه وده، پرمختیا او د لوړ اقتصاد مدیریت تجربه کړې ده. په خصوصي سکتور او د صادراتو پر بنسټ پر ودې د متحده ایالاتو متمرکزې مرستې، د هېواد په ټولو برخو کې د سلګونو زرو کاري دندو له رامنځته کېدو او د افغانانو او بزګرو د معیشت له پرمختیا څخه ملاتړ کړی دی. دغه هېواد، د افغانستان د صادراتو بازارونو ته پراختیا ورکړې او د سیمه ییز پرمختللی اقتصاد ادغام ته پرمختیا ورکړې ده. متحده ایالات له ۲۰۰۶ کال راهیسې د دغه هېواد د کرنیزو توکو په خرڅلاو کې تر ۸۴۵ میلیونه ډالره زیات عاید تسهیل کړي او د ښې اوبولګولو سیسټم له لارې تر ۵۴۰۰۰۰ هکټاره ځمکې د ښو محصولاتو لپاره برابرې کړې دي. په شپږو هېوادونو کې زموږ د کاروبار د پرمختیا پروګرامونه، افغان متشبثینو په ځانګړې توګه ښځینه افغان متشبثینو ته شاملېږي.
• د متحده ایالاتتو د روزنو او مرستو په پایله کې، د افغانستان د عدلي تعقیب ادارې – لکه ستره محکمه، لویه څارنوالي او د عدلیې وزارت – له قانون سره سم، د قانون د حاکمیت لپاره بنسټونه جوړ کړی، د محاکمې چارې ترسره کړې، مجرمین محاکمه کړې او له موکلینو څخه دفاع کړی. د افغانستان دولت، زموږ په ملاتړ سره، د افغانستان په اصلاحي سیستم کې ښه والی راوستی او په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي سره د مبارزې په موخه، واحدونه یې جوړ کړي او د کورنۍ تاوتریخوالي جرمونو د محکومیت په کچه کې یې زیاتوالی راوستی دی.
• د نشه یي او نورو ناقانونو توکو تولید او سوداګرۍ ته د رسېدنې په برخه کې پروګرامونه، بدیل معیشتونه معرفي کړي او د پر نشه روږدو کسانو د اغېزناکې درملنې او ریکوري پروګرامونو کې پرمختیا راوستې ده.
• د ماین پاکونې پروګرام څخه زموږ ملاتړ، د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو خطرونو کچه کې ټیټوالی راوستي دي.
• متحده ایالاتو له ۲۰۰۱ کال راهیسې، د افغانستان له رسنیو ادارو او د خبریالانو د روزنې په برخه کې د پام وړ مرستې کړې دي. د ځواکمنو، ازادو او خپلواکو رسنیو پرمختیا، د تېرو ۱۹ کلونو په بهیر کې یوه لویه لاسته راوړنه ده، چې دغه چاره، د دموکراسۍ، ځواب وینې او روڼټیا د ډاډمنتیا په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه ده. متحده ایالات، د ازادو رسنیو او هغو خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، چې ځانونه په خطر کې اچوي، ترڅو خلکو ته رسنیز معلومات وړاندې کړي.