متحده ایالات، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې د لومړنۍ ناستې له جوړېدو څخه هرکلی کوي

مایکل آر. پمپو، د بهرنیو چارو وزیر
متحده ایالات د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له تشکیلېدو او د دغې شورا د مشرتابه کمېټې د لومړنۍ ناستې له جوړېدو څخه هرکلی کوي. د دغه ټول شموله ناستې ریاست د ډاکټر عبدالله عبدالله پر غاړه ده. د افغانستان مشران، په ټولو سیاسي ډلو او طیفونو کې، د عادلانه او تلپاتې سولې د ملاتړ او په دې برخه کې د تصمیم نیونې په تړاو، سره متحد شوي دي.
ټولې ښکېلې لوري باید سره راټول شي او د سولې لپاره یوه لاره ترسیم کړي. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا او رهبري کمېټه د سیاسي لارې نقشې، د واک وېش او د جګړې پای ته رسېدو لپاره دایمي اوربند په اړه به له طالبانو سره د هوکړې په تړاو، اسلامي جمهوري دولت ته مشورې او لارښوونې وړاندې کړي.