فکت شیټ له یو سوله ییز او باثباته افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستو دوام

متحده ایالات، له خپل پياوړي دیپلوماتیک او اقتصادي ابزارو څخه په ګټه اخیستنې سره له یو سوله ییز او باثباته افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ولسمشر جوبایدن، نن ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر محمداشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله څخه هرکلی وکړ، ترڅو د متحده ایالاتو د دوامدار ملاتړ په ځانګړې توګه د افغانستان له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره امنیتي مرستې، د افغانستان د خلکو لپاره پرمختیايي او بشري مرستې او د سولې له لړۍ څخه په ملاتړ دیپلوماتیک تعامل، په اړه خبرې وکړي.

د تروریزم لپاره د پناهځای په توګه د افغانستان د بیا کار اخیستنې د مخنیوي؛ د افغانستان د ثبات ساتنې او ځان بسیاینې، اقتصادي ودې، د ټولنیزو لاسته راوړنو ساتنې لکه د روغتیا، ښوونې، ښځو ځواکمنتیا او قانون حاکمیت په برخه کې؛ د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو ساتنې؛ د افغانستان د مدني ټولنې پیاوړتیا او بشري اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه، زموږ پیاوړي ملاتړ او مشارکت به دوام ومومي. متحده ایالات له ۲۰۰۲ ز. کال راهیسې افغانستان ته ۸۸ میلیارده ډالره امنیتي مرستې، د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه د ۷۸۷ میلیون ډالرو په ګډون ۳۶ میلیارده ډالره ملکي مرستې او نژدې ۳.۹ میلیارده ډالره بشري مرستې چمتو کړې دي.

متحده ایالات، له افغانستان سره د تلپاتې ګډون له لارې، د یو داسې سوله ییز او باثباته راتلونکي ته د رسېدو لپاره به خپلې مرستې ته دوام ورکړي، چې د افغانستان د خلکو لپاره مناسب وي. دغه مرستې لاندې مواردو ته شاملېږي:

د افغانستان د خلکو لپاره د کووید ۱۹ واکسین چمتو کول. د نړۍ په لر او بر کې د کووید ۱۹ پانډمي د پاته رسولو په موخه زموږ د کارونو د یوې برخې په توګه او په افغانستان کې د دغه پانډمي د وروستیو مثبتو پېښو زیاتوالي ته د رسېدنې په موخه، متحده ایالات د کواکس له لارې د جانسون اند جانسون واکسین ۳ میلیونه ډوزه د افغانستان له خلکو سره به مرسته وکړي. د کواکس شرکت هڅه کوي، ترڅو د واکسین دغه ډوزونه افغانستان ته ولېږي.

د کووید ۱۹ پانډمي ناورین ته د رسېدنې به موخه بیړنی روغتیايي مرستې. د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایې ادارې (USAID) همدارنګه د بیړنیو جوړښتیزو مرستو په چمتو کولو سره، د اکسیجن کموالي او تنفسي دستګاوو کموالي ته د رسېدنې په موخه، د افغانستان له هڅو څخه ملاتړ کوي. د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا ادارې پتیلې ده، ترڅو د اکسیجن ۳۰۰ ډبي او د مصنوعي تنفس څو دستګاوې او مصرفي توکي د څو میاشتو لپاره په بیړني توګه افغانستان ته ولېږل شي. سربېره پر دې، دغه اداره غواړي، ترڅو په څلورو روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاوې نصب کړي، ترڅو وکولی شي لږترلږه د دغو روغتونونو شاوخوا نږدې سیمو کې د اکسیجن د کموالي ستونزه حل کړي. د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا اداره مخکې اعلان کړی و، چې دوی په پنځو ښارونو کې د کووید ۱۹ د شدیدو او سختو مواردو د مدیریت او واکسین لګولو په موخه، د روغتیايي کارکوونکو د روزنې لپاره، ۳.۷ میلیونه ډالره پانګونه کوي.

د کووید ۱۹ پانډمي د منفي اغېزو سره د مبارزې په موخه، د اړینو مرستو چمتو کول. سربېره پر دې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پرمختیا ادارې، په تېر یو کال کې، کووید ۱۹ ویروس خپرېدا د ځواب وینې په موخه له افغانستان سره ۴۰ میلیونه ډالره مستقیمه مرسته، په کووید ۱۹ پورې اړوندې ۹۰ میلیون ډالره پرمختیايي مرستې د نړیوال بانک له لارې او همدارنګه د کووید ۱۹ له ناوړو اغېزو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له هڅو څخه د ملاتړ په موخه، متحده ایالاتونه نورې پراختیایې مرستې کړې دي. د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا ادارې، په دې وروستیو کې، په افغانستان کې له کووید ۱۹ ویروس په وړاندې د ۱.۲ میلیونو زیانمنونکو وګړو د تغذيي اړتیاوو د پوره کېدو په موخه، د خوړو نړیوال پروګرام له لارې، ۳۸ میلیونه ډالره نورې مرستې ژمنه کړې دي. دغه مرسته، تر یو میلون زیاتو وګړو سره چې د کووید ۱۹ ویروس د خپرېدا تر اقتصادي اغېزې لاندې راغلي، مرسته کوي، چې لږترلږه د څلورو میاشتو لپاره، خپل تغذيي اړتیاوې پوره کړي. سربېره پر دې، په دغو مرستو سره، نژدې ۱۶۴۰۰۰ ماشومانو ته چې له خوارځواکي سره مخدي او ۲۸۰۰۰ شیدې ورکوونکو ښځو ته، د اړتیا وړ خوراکي توکي به چمتو شي.

اړمنو افغانانو ته د ژوند ژغورنې بشري مرستې‎. متحده ایالاتو، په دې وروستیو کې په افغانستان د ۴.۸ میلیونو داخلي بېځایه شویو کسانو په ګډون، د ۱۸ میلیونو وګړو د مبرمو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه، د ۲۶۶ میلیون ډالرو بشري مرستو اعلان کړی دی. دغه مرستې زموږ د شریکانو لپاره دغه فرصت برابروي، ترڅو د ژوند ژغورنې ملاتړ لکه د هغو کسانو لپاره چې د کووید ۱۹ پانډمي له امله اغېزمن شوي، د سرپناه، معیشتي فرصتونه، روغتیايي بیرني مرستې، بیړني غذايي مرستې، د پاکو اوبو برابرول، د روغتیايي خدمتونو چمتو کول، تامین کړي. سربېره پر دې، دغه مرستې د زیانمنونکو افغانانو لکه ښځو او نجونو اړتیاوو ته چې له لسیزو جګړو او د کوید ۱۹ ویروس د خپرېدو له امله له ننګونو او ځانګړو ګواښونو لکه جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ دي، رسېدنه کوي.

د امنیتي مرستو دوام. د ملي اردو وجهي صندوق (ANATF) د افغانستان له ځانګړو او هوايي ملي او دفاعي ځواکونو څخه به مالي ملاتړ وکړي. کانګرس پر ۲۰۲۱ ز. تر درې میلیارده ډالره زیاتې مرستې د ملي اردو وجهي صندوق (ANATF) ځانګړې کړې دي او ولسمشر د ۲۰۲۲ ز. کال لپاره د دغه صندوق لپاره تر ۳.۳ میلیاردو ډالرو زیاتې مرستو لپاره غوښتنه کړې ده.

د داسې افغانستان د ملاتړ په موخه د پرمختیايي مرستو دوام، چې باثباته، یوموټي، پر ځان بسیا او له خپلو ګاونډیو سره سوله ییزې اړیکې ولري. د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د هغوی لپاره د پانګونې لپاره زموږ د ژمنتیاوې د یوې برخې په توګه، متحده ایالات په دې ورستیو کې د بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایې ادارې له لارې د ۲۰۲۱ ز. کال په بهیر کې له افغانستان سره د ۳۰۰ میلیون ډالرو ملکي مرستو اعلان کړی دی. ولسمشر همدارنګه د ۲۰۲۲ ز. کال لپاره د بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایې ادارې له لارې، د ۳۶۴ میلیون ډالرو پرمختیايي مرستو وړاندیز کړی دی.

دغه مرستې د افغانستان له خلکو سره زموږ د تلپاتي مرستې او ملاتړ ښکاروندی دی. دغه مرستې د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د خونديتوب په موخه، بنسټیزو خدمتونو د افغانستان د خلکو د لاسرسي کچې پرمختیا، اقتصادي ودې، له فساد او نشه يي توکو سره د مبارزې، د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کېدو لړۍ پرمختیا، د ښځو د ځواکمنتیا نه د ملاتړ، د شخړو حل د میکانیزمونو د پیاوړتیا، د افغانانو په مشري د سولې له بهیر څخه د ملاتړ او د افغانستان د مدني ټولنې د ملاتړ په برخو کې، تنظیم شوې دي.

د سولې او ثبات په موخه د دیپلوماتیکو مرستو بسیجول. متحده ایالات په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتي سولې د ټینګښت په موخه، خپلو فشارونو ته به دوام ورکړي. متحده ایالات مني، چې د امریکا د خلکو او د افغانستان د خلکو د ګټو د خوندیتوب په موخه، تر ټولو ښه لاره چاره، د افغانانو په مشري او مالکیت سره د اوسنۍ لانجې حلول دی. د بهرنیو چارو وزارت او زموږ د یو شمېر متحدانو او شریکانو د پراخو او هراړخیزو هڅو په لړ کې، د لومړي ځل لپاره له ۲۰۰۱ ز. کال راهیسې د افغانستان د سولې خبرې پیل شوې. موږ بیا هم په افغانستان له ټولو ښکېلو خواوو څخه غواړو، ترڅو یوې عادلانه او تلپاتې هوکړې ته د رسېدو په موخه، چې د ښځو او لږکیو په ګډون، د ټولو افغانانو د حقونو پر ملاتړ شامل وي، د سولې بیړني او معنادارې خبرو ته داخل شي. د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه د ښاغلی جان آرنو ټاکل، د دې ښودنه کوي، چې په افغانستان کې د ښکېلو لورو د نژدې کولو او په دغه هېواد کې د ۴۰ کلني جګړې د پای ته رسولو په برخه کې، د دغه سازمان ونډه حیاتي ده.

موږ له خپلو شریکانو سره یو ځای له افغانستان څخه ملاتړ کوو. د افغانستان له خلکو څخه د پراخ نړیوال ملاتړ څخه په ګټه اخیستنې سره، متحده ایالت خپل شریکان هڅوي، چې د ملي اردو د وجهي صندوق (ANATF) ، د افغانستان لپاره د نظم او قانون وجهي صندوق (LOTFA)  ، د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF)  له لارې له دغه هېواد سره پرمختیايي او امنیتي مرسته وکړي. متحده ایالات، همدارنګه له افغانستان سره د بشري او پرمختیايي مرستو د وام په موخه، له سترو مرستندویو هېوادونو سره به له نژدې کار وکړي.