سمول- د کډوالو نړیواله ورځ په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت چارسمبالی، راس ویلسون وینا کابل، افغانستان ۲۰۲۱ ز. کال د جون ۲۰ مه

متحده ایالات نن ورځ، د افغان کډوالو، بیځایه شویو او راستنېدونکو او همدارنګه هغو کسانو ترڅنګ ولاړ دی، چې له خپل هېواده بهر ژوند کوي. له ۲۰۰۲ ز. کال راهیسې تر ۶.۵ میلیونه زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د دغو کډوالو زیاتره برخه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمیشنري په مرسته، د دغه سازمان په تاریخ کې د یوې سترې او بې سارې پروسې په لړ کې، بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. متحده ایالات په دې برخه کې هم په نړیواله او هم د افغانستان په کچه د سترو مرستندویانو په ډله کې دی. راستنیدونکي د دغه هېواد د وګړو نژدې ۲۰ سلنه جوړوي.

موږ د دغه هېواد د تلپاتی شریک او ملګری په توګه، د بیا لپاره د افغان راستنېدونکو او هغو کسانو په تړاو پر خپلو ژمنتیاوو ټینګار کوو، چې د وېرې او نامناسبو شرایطو له امله خپل هېواد پرېښي دي. موږ دلته او په ټوله سیمه کې د یوه غوره کار، د فرصت، هوساینې او سولې رامنځته کېدو په توګه، د دوی له بیا یو ځای کېدو څخه ملاتړ کوو.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د جون پر ۴ مه نېټه، د دغه هېواد لپاره تر ۲۶۶ میلیون ډالره زیاته بشري مرسته اعلان کړه. دغه مرسته، هغه ۱۰۹ میلیونه ډالره مرستې ته هم شاملېږي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنري د کار د ملاتړ په موخه، د بهرنیو چارو وزارت د وګړو، چې له ۸۰ ملیون ډالرو څخه ډیر یې کډوالو او پناه غوښتونکو دفتر له لارې ورکول کېږي. موږ پر دغو مرستو ویاړو.

همدارنګه باید په څرګندو ټکو یادوونه وکړو، چې دا کافي نه دی. افغانستان او افغانان امنیت او سولې ته اړتیا لري – دې ته اړتیا لري، چې نور کډوال نه وي. دا د متحده ایالاتو اصلي موخې دي.

امریکا له دغه هېواد او د دغه هېواد له ادارو په ځانګړې توګه د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د دغو ځواکونو ګټورتیا او ژمنتیا چې د افغانستان تر مشرتابه لاندې دی، د امنیت زیربنا او د ښې راتلونکې لپاره د افغانانو لپاره هېله ده. د متحده ایالاتو سفارت هوډ لري، ترڅو دلته پاته شي او موږ هوډ لرو، له سولې او امنیت او هوساینې څخه په استازولي د افغانستان د خلکو لپاره د مرستې، ملاتړ او تعامل پیاوړي پروګرامونو ته دوام ورکړو.

موږ د بشري اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له بلنې څخه ملاتړ کړی او کوو، او د هغو کسانو انسانیت تر پوښتنې لاندې راولو، چې دغه بلنه ردوي.

د سولې بهیر ټکنی او ناهیلی کوونکی دی. زه د افغانستان مشرانو، د دغه هېواد ملګرو او شریکانو، سیمه ییزو اصلي لوبغاړو څخه غواړم، چې راځئ لوړ فکرونه ولرو – طالبان باید د عقلانیت او میړانې پر بنسټ فکر وکړي او د جګړې د پای ته رسولو او هغې سولې لپاره، چې د ټولو افغانانو ګټې خوندي کوي، د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې وساتي او دغه هېواد او سیمه د دې جوګه کړي، چې روښانه راتلونکی ولري.