سفیر جان آر باس نن مزار شریف ښار ته ولاړ. ښځینه فعالینو سره د غونډې په ترڅ کې، هغه په افغانستان کې د سولې لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ او د ټول اړخیزو بینالافغاني خبرو اترو اهمیت باندې خبرې وکړې. سفیر بس او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان، جنرال آسټن سکاټ میلر د سیمهایزو او ملي امنیتي چارواکو سره په یوه ناستې کې د افغانستان خلکو د ساتنې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ لپاره د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې.
متحده ایالات په بلخ ولایت کې د یو شمیر اقتصادي او پرمختیایي پرګرامونو ملاتړ کوي. دغه پرمختیایي مرستو کې د کرنې پرمختګ، ولسواکی او حاکمیت، ښوونه او روزنه، د ښځو پیاوړتیا، روغتیا، او زیربنا شامل دي. متحده ایالاتو په ۲۰۱۸ مالي کال کې د ۲۹۳میلیونو امریکايي ډالرو چمتو کولو سره په افغانستان کې د بشري مرستو تر ټولو لوی مرستندویه هیواد دی. دغه مرستې راستنیدونکو او د طبیعي پېښو، وچکالۍ او شخړو له امله بې ځایه شويو خلکو ته د اوبو، ښې حفظ الصحې، سرپناه، لمړنیو اړتیاوو، خواړو، راستنیدنې او بیا یوځایکیدنې خدمتونو، د معیشت برابرولو فرصتونو، او روغتیایي خدمتونو چمتو کول رانغاړي.