د سويلي او مرکزي آسيا په چارو کې د متحده ايالاتو د باندنیو چارو وزارت سرپرستې مرستيالې او د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړې سرپرستې استازې، سفيرې اَلېس وېلز کابل ته د دوه ورځني سفر په ترڅ کې، د افغانستان د ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر، د باندنیو چارو سرپرست وزير صلاح الدین ربانی او د ملي وحدت حکومت د نورو لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخيزو همکاريو په مهموالي او ارزښت خبرې اترې وکړې. سفيرې اَلېس وېلز د غوڅ ملاتړ د ماموريت د قوماندان، جنرال جان نيکولسن او د اېتلاف د نورو همکارانو سره هم وليدل.
سربېره پر دې، سفيرې وېلز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو سره وکتل او د افغانو ښځو مشرانو او سياسي څېړونکو سره يې هم په يوه ګردي مېز کې برخه واخيسته.
سفيرې وېلز د افغانستان د اقتصادي او سياسي نوي کولو، ټيکاو او د ملي پخلاينې د دودولو او ښه والي څخه د متحده ايالاتو په ملاتړ ټينګار وکړ.