د روژې په وياړ د سفير بس د هرکلي وینا

د متحده ايالاتو په سفارت کې د خپلو ټولو همکارانو په استازيتوب، زمونږ ټولو افغان ملګرو او همکارانو ته د روژې د مبارکې مياشتې د را رسېدو مبارکي وايم.

د روژې مياشت د اندېښلو، عبادت او خير ښېګڼې غوره موقع ګڼل کېږي. د روژې په نیولو سره صبر او زغم زده کېږي او په دغه میاشت کې د انسان فکري تمرکز زمونږ د لومړنيو او شخصي اړتیاوو څخه وړاندې درومي. کله چي هر ماښام کورنۍ د روژه ماتې لپاره سره راټولې شي، بېوزله خلک ور په زړه شي او په دې توګه د ټولنې د ارزښتونو په اړه فکر کوي.

مونږ ټول په دغه میاشت کې فکر او غور کوو، ښايي دغه ټکي ته هم همداسې ځير شو چې څرنګه د يو بل سره مرسته وکړو او څه ډول د خپلو هېوادونو د پرمختګ او سوکالۍ وسیله وګرځو. دلته په سفارت کې، مونږ د بیوزلۍ سره د مبارزې او د اقتصادي پرمختګ او کارموندنې د محرکو پروګرامونو له لارې د اړمنو افغانانو څخه ملاتړ کوو.

د ځاني سرښندنې په دغه موسم کې، مونږ باید د هغو کسانو درناوی او ستاينه په ځای کړو چې تر ټولو ستره سرښندنه يې په ځان منلې او د سوله ایز افغانستان په هيله یې خپل ژوند نذرانه کړی دی.

ترهګر چې په درواغو خپلې کړنې د اسلام د نامه سره غوټه کوي، یوازې د افغانانو د کړېدو او ځورېدو لامل ګرځي.  مونږ د دغه راز ترهګریز تاوتریخوالی پای ته هیله من یو، او په همدغه موخه هره ورځ هڅه کوو ترڅو ټول افغانان په سوله کې ژوند وکولای شي.

مونږ د هيلې، سولې او خیر ښېګڼې د وخت په توګه، په کابل او ټول هېواد کې د دغې سپېڅلې مياشتې درنښت په ځای کوو. د زړه د تَله هيله لرم چې تاسو او ستاسو کورنۍ په روژه او ورپسې وخت کې ډېرې ښې ورځې ولرئ.

روژه مو مبارک شه!