موږ نن د خپلو هغو شپږ تنو همکارانو خاطرې نمانځو، چې اته کاله وړاندې د زابل ولایت په قلات ښار کې خپل ژوند له لاسه ورکړل. په دې ټیم کې، د بهرنیو خدمتونو په برخه کې ۲۵ کلنه افسره اَن اسمدینګهوف، ۲۴ کلن برید مل کریستوفروارد، ۲۵ کلن کارپوه ویلبل روبلز، ۲۴ کلن کارپوه دلفین سانتوس، یو افغان – امریکايي ژباړونکی او یو افغان ډاکټر شامل و، چې د هغوی نومونه د دوی د کورنیو د غوښتنې له امله، نه په ډاکه کېږي.
دغه ټیم ماموریت درلود، ترڅو د امریکا د خلکو له خوا، یو شمېر کتابونه پر زده کوونکو ووېشي. د دغه ټیم غړي، په افغانستان کې د متحده ایالاتو یو مهم لومړیتوب پرمخ وړل: د ټولو ځوانانو لپاره ښوونې ته لاسرسي او د هغوی ټولو لپاره د اکاډمیکو فرصتونو پراختیا. د خپلو تلپاتو همکاریو په تېرو دولسیزو کې، موږ د ټولو افغانانو لپاره، د سولې د ټینګښت او ساتنې په برخه کې د ښوونې او روزنې پر حیاتي ونډه ټینګار کړی دی.
په هغه مراسم کې چې د دغه وېرجنې پېښې په مناسبت جوړه شوې وه، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفارت چارسمبالی راس ویلسن وویل: “موږ د هغو کسانو درناوي کوو، چې د خپل هېواد د خدمت لپاره، له هېواده بهر خپل ژوند له لاسه ورکړي دي او دا نه هېروو، چې هغوی د افغانستان له خلکو سره د مرستې په هڅه کې وو. اوسمهال چې دغه هېواد د عادلانه او تلپاتې سولې د ټینګښت په برخه کې د یوې تاریخي فرصت په درشل کې ده، موږ هیله لرو، چې تلپاتي او دایمي اوربند ټینګ شي، ترڅو افغانان وکولی شي، د زده کړې، کار او سوکالي په برخه کې خپل هیلې له ویرې پرته تعقیب کړي. د دغو شپږو تنو همکارانو د مړینې په وېر کې، د هغوی د ژوند خاطرې راژوندی کوو او د هغوی له سرښندنو قدرداني کوو.”.