د یرغمل شوي امریکايي او آسټرالیايي د خلاصون لمانځنه په اړه د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایکل آر پومپیو اعلامیه

نن ورځ، متحده آیالتونه د پروفیسور کیون کینګ او تیموتیس ویکز د خوشې کیدو هرکلی کوي. دواړه نن سهار په بریالیتوب سره له طالبانو څخه ترلاسه شول او د متحده آیالتونو د اردو تر پاملرنې لاندې دي او ډیر زر به له خپلو عزیزانو سره یو ځای شي.

پروفیسور کینګ او ویکز له فرصت څخه په الهام اخیستو چې له ځوانانو سره به د زده کړې په برخه کې مرسته وکړي د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې د ښوونې لپاره افغانستان ته ولاړل. تیر درې کلونه په بند کې تیرولو سره دوی د خپل بې غرضه سخاوت دروند قیمت ادا کړ. متحده آیالتونه د یرغمل په توګه د بې ګناه ملکي وګړو د نیولو غندنه کوي.

طالبانو څرګنده کړې ده چې د دوه پروفیسورانو خوشې کولو ته په ښه نیت ګوري، چې متحده آیالتونه ددوی د دغې څرګندونې هرکلی کوي. ددې سربیره، موږ د طالبانو لخوا د ۱۰ افغان بندیانو د زر خوشې کیدو، او د افغانستان حکومت لخوا د 3 طالب بندیانو د خوشې کیدو هرکلی کوو. موږ دغه پرمختګونه د هیله مندۍ نښې بولو چې د افغانستان ناوړه او ګران بیه جګړه چې 40 کاله یې دوام وکړ ممکن ډیر ژر د سیاسي جوړجاړي له لارې پای ته ورسیږي.

موږ د ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان حکومت ستاینه کوو چې دې موخې ته د رسیدو او تر څنګ یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او اصلاح لپاره کار کوي. د تیرو دوه کلونو په جریان کې، ولسمشر غني د شرط پرته له طالبانو سره د خبرو وړاندیز وکړ. نوموړي د ۲۰۱۸ کال د کوچني اختر د رخصتیو پر مهال د اوربند غوښتنه هم وکړه چې د طالبانو لخوا ومنل شوه. په تاوتریخوالي کې د ځنډ رامنځته کیدو سره د خلکو له خوښۍ ډک غبرګون، په ډراماتیک ډول د سولې لپاره د خلکو ستره هیله په ډاګه کړه.

متحده آیالتونه له یو شمیر هغو افغان سیاستوالو څخه هم مننه کوي چې له سیاسي اختلافاتو څخه تیر شول او دغه بشردوستانه حرکت یې د خپلو سیاسي ګټو لپاره ونه کاروه. په تیرو څو ورځو کې په کابل کې د تاوتریخوالي د پیښو په کمیدو سره، پورتني پرمختګونه موږ ته د افغانستان د سولې د خبرو اترو په بریا کې هیله مندي راکوي چې متحده آیالتونه یې هر راز ملاتړ ته چمتو دي.