نن د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د متحده ایالاتو سفارت او د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د بې ځایه شویو افغانانو څلوېښتم کال د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځه او د نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې افغانستان ته د افغان کډوالو په خپله خوښه راستنېدلو او د تلپاتې ژوند کولو په برخه کې خپلې هڅې ګړندې کړي.
په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جان بس د خپلې وینا په ترڅ کې چې د افغانستان اجرائیه مشر جلالتمآب عبدالله عبدالله او د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر، سید حسین عالمي بلخي هم حضور درلود ، وویل:” متحده ایالات په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د لوی برابرونکی هېواد په توګه، د افغان کډوالو په خپله خوښه او با عزته راستنېدو او د کوربه ټولنو د ملاتړ په برخه کې ژمنتیا لري. مونږ د مرستندویه هیوادونو څخه غوښتنه کوو چې د تېرو څلور لسیزو له کبله د بې ځایه کېدو د ننګونو د راکمولو په برخه کې مخلصانه مرستې وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو عالي کمیشنرۍ استازې اغلې کارولین وان بورن، د افغان حکومت هڅې او ژمنې د کډوالو د جامع چوکاټ د پلي کېدو او په ملي لومړیتوبونو کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو شاملېدل وستایل او د نړیوالې ټولنې څخه یي هم وغوښتل چې د دغو کارونو په پلي کېدو کې دې هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغې وویل: د امنیتی ننګونې سره سره افغانستان په ملي سیسټمونو کې د راستنیدونکو، داخلي بې ځایه شویو او کوربه ټولنو د ملاتړ په برخه کې په خپلو پالیسیو کې اصلاحات راوړي دي او نړیواله ټولنه هم نشي کولی چې د افغان کډوالو وضعیت باندي سترګې پټې کړي، کوم چې د څلورو لسیزو ورسره مخامخ دي. اړینه ده چې د پرمختګ په ګډون د نوښتونو د ملاتړ لپاره ټولیزې هڅې دوه برابره شی ترڅو د جذب ظرفیت لوړ شی او په افغانستان کې د تلپاتې راستنېدلو لپاره زمینه سازی وشي.”
متحده ایالات په ټوله نړۍ کې د بشردوستانه مرستو تر ټولو لوی برابرونکی هېواد دی او د ۲۰۱۸ کال راهیسې د زیانمنو شویو افغانانو د ستونزو د راکمولو لپاره څه باندې ۲۹۳ میلیونه ډالر مرسته کړئ. د دغو مرستو له ډلې ۵۲.۷ میلیونه ډالره یي د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته ورکړل شوي ترڅو د افغان کډوالو، راستنيدونکو، او کوربه ټولڼو څخه ملاتړ وکړي.