افغانستان، د هېواد په ټولو برخو کې، د کوویډ ۱۹ د خپرېدا درېیمه سخته څپه تجربه کوي. متحده ایالات، د دغه ویروس د پراختیا د مخنیوي په موخه د هڅو او د دغه ویروس له ناروغانو څخه د مراقبت په برخه کې، له افغانستان او د دغه هېواد له عامې روغتیا وزارت سره خپل پیوستون او ملاتړ اعلانوي. موږ د هغو قدرمنو او درانه افغانانو له مړینې څخه خواشیني شوي یو، چې په دې وروستیو کې د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي دي. موږ همدا راز د خپل سفارت د یو تن همکار له مړینې څخه سخت خواشینی یو.
متحده ایالات په افغانستان او نړۍ د کوویډ ۱۹ ویروس له خپرېدو څخه د مخنیوي په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایې اداره ، په تېر کال کې، د کوویډ ۱۹ ناروغي د خپرېدا څخه د مخنیوي په موخه، په مستقیمه توګه 39 میلیونه ډالره او ۹۰ میلیونه ډالره نورې پراختیایې مرستې د نړیوال بانک له لارې له افغانستان سره وکړې؛ د دې ترڅنګ چې د دغه پانډمي سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان له هڅو څخه مالی ملاتړ کړی دی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې وروستیو کې، د هغو ۱۸ میلیونو افغانانو، د بیړنیو اړتیاوو د پوره کېدو په برخه کې، چې د کوویډ ۱۹ ویروس خپرېدا، بېوزلي او بېځایه کېدنې له امله کړېږي، ۲۶۶ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه، چې په دې مرستې سره، له ۲۰۰۲ ز. کال راهیسې د متحده ایالاتو د بشري مرستو کچه نژدې ۳.۹ میلیاردو ډالرو ته ورسېده. همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت، د بهرنیو، پناه غوښتونکو او کډوالو چارو ادارې، د کوویډ ۱۹ ویروس سره د مبارزې په برخه کې ۸.۳ میلیونه ډالره اضافي مرستې چمتو کړې دي. متحده ایالاتو، د روان کال په لومړیو کې، د ولسمشر بایدن د څلورو ملیاردو اعلان شوې مرستې د یوې پرخې په توګه دوه میلیارده ډالره، د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایې ادارې له لارې کواکس ته چمتو کړه. سربېره پر دې، سپینه ماڼۍ، په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو د ۲۵ میلیونو مرسته شویو واکسینو د وېش هغې ستراتیژي پرانېستنه وکړه، چې افغانستان یې هم د ترلاسه کوونکو هېوادونو په ډله کې دی. همدارنګه، له کوویډ ۱۹ ویروس سره د مبارزې لپاره، له نړیوال صندوق سره د متحده ایالاتو د متحده ایالاتو د ۳.۵ میلیارد ډالرو تر بیړنۍ مرستې وروسته، افغانستان به له دغه صندوق څخه ۱۶ میلیونه ډالرې مرستې ترلاسه کړې. د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایې اداره ، د افغانستان په پنځو مهمو ښارونو کې د سختو مواردو د مدیریت، د مصنوعي تنفس لپاره د داړینو توکو د تطبیق او همدارنګه د واکسین د تطبیق په برخه کې د تخنیکي مرستو د چمتو کولو په موخه، د ډاکټرانو د روزنې لپاره، د ۳.۷ میلیونه ډالرو د پانګونې په حال کې ده. د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایې اداره همدا راز په پام کې لري، ترڅو درې ملیونه اضافي مرستې، په هغو څلورو روغتونونو کې د اکسیجن د چمتو کولو په برخه کې مرسته وکړي، چې په دې برخه کې له کمو امکاناتو څخه برخمن دي.
د متحده ایالاتو د سفارت قونسلي څانګه به د کوویډ ۱۹ویروس روانې څپې ته د غبرګون په موخه به د ویزې ورکړې ټول فعالیتونه د جون له ۱۳ مې نېټې وروسته وځنډوي. له هغو کسانو سره چې په دې برخه کې د مصاحبې پلان ترتیب شوی و، د ویزې د ورکړې فعالیتونو د بیا پیلېدو لړۍ سره جوخت، په مستقیمه توګه له هغوی سره اړیکه نیولی کېږي، ترڅو د کتنې (مصاحبې) نوی پلان تنظیم شي. د ویزې غوښتونکي، د ویزې د نوي پلان په اړه دې ته اړ نه دي، چې له سفارت سره اړیکه ټینګه کړي او یا هم سفارت ته مراجعه کړي. موږ د ویزې د غوښتونکو اړتیا او خواشینی درک کوو؛ خو موږ د کارکوونکو او د ویزې د غوښتونکو د روغتیا ساتنې په لټه کې یو، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې کولی شو، د ویزې د ورکړې او نورو قونسلي خدمتونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوو.