د کوویډ -۱۹ ویروس په اړه معلومات

دغه پاڼه د پام وړ نویو معلوماتو ته په لاسرسي سره آپډیت کېږي، خو موږ نه شو کولی د ورځې مخ په زیاتېدونکې پېښې تضمین کړو. له زغم څخه مو مننه (7/20/2020)

د هېواد پورې ځانګړي معلومات:

  • د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې ټولټال ۳۵,۵۲۶ مثبتې پېښې  او ۱,۱۸۵ پېښې کوم چې د کوویډ – ۱۹ (کرونا) ویروس له امله وفات شوې دي، شتون لري. کابل ولایت د (۱۴,۳۷۱ مثبتې او ۴۵۶ مړینې)، هرات (۵,۳۱۳ مثبتې او ۱۶۲ مړینې)، بلخ (۱,۷۹۰ مثبتې او ۶۱ مړینې) او ننگرهار (۱,۳۷۷ مثبتې او ۶۷ مړینه) او کندهار (۱,۳۴۸ مثبتې او ۳۵ مړینې) له هغو ولایتونه څخه دي چې د کرونا ویروس ډیر شمېر پیښې پکې ثبت شوي.
  • په هیواد کې  د کوویډ – 19 (کرونا ویروس)  ازموینې (ټسټ)  لابراتوارونو مجموعي شمیر یولس (۱۱) دی. په کابل کې ،پنځه لابراتوارونه (مرکزي لابراتوار ، د ویترنري لابراتوار ، د افغان – جاپان روغتون او نظامي روغتون) ، او د هرات ، کندهار ، ننګرهار ، بلخ ، پکتیا او کندز والیتونه یو یو ازموینې (ټسټ)  لابراتوار لري.
  • اوسمهال په هرات کې د کوویډ – ۱۹ ناروغانو لپاره یو ۱۰۰ بستریز روغتون پرانېستل شوی دی.
  • په کابل کې د دارالامان ماڼي او د کابل پوهنتون او پلي تخنیک لیلیې د تجرید (ایزولشن) وارډ لپاره ځانګړي شوي دي.
  • یو زیات شمېر کسان د هرات ولایت له لارې له ایران څخه د افغانستان نورو ولایتونو ته ستنېږي. ایران دمګړی د کوویډ – ۱۹ ویروس خپریدا تجربه کوي او متحده ایالاتو ته د ایراني وګړو پر سفر محدودیت لګول شوی دی.
  • د امریکا وګړي، د کوویډ – ۱۹ کرونا ویروس په اړه د پوښتنې په صورت کې کولی شي، په بهر کې د میشتو کسانو د خدماتو ځانګې ته په دغه شمېره +1 202-501-4444 او یا له (امریکا او کاناډا) څخه په دغه شمیره 1-888-407-4747 اړیکه ونیسي.

د داخلېدو او خارجېدو شرایط:

آیا د نړۍ په لر او بر کې د کرونا ویروس د خپرېدو په پایله کې نوي محدودیتونه شتون لري؟

  • د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د جون پر ۲۴ مه اعلان وکړ، چې یو شمېر هوايي شرکتونه لکه (امارات، ترکیش، آریانا او کام ایر) خپلې الوتنې له سره پیل کړې دي. د مهربانۍ له مخې، د هغو نړیوالو مسافرو لپاره چې له افغانستانه بهر ځي، په مستقیمه توګه د سوداګریزې غوراوي له هوايي کرښو سره چک کړئ.
  • د دخولي او خروجي پروسیجرونه د افغان دولت لارښوونو په انتظار دی؛ ځکه هوايي ډګرونه او ځمکني سرحدي بندرونه خپل فعالیتونه له سره پیلوي.

په هوايي ډګرونو او نورو بندرونو کې کوم پروسیجرونه شتون لري؟

  • تمه کېږي د هوايي ډګرونو او ځمکنیو پولو تر پرانېستل کېدو وروسته، د افغان دولت د لارښوونو په تمه کې اوسو.

د قرنطین په اړه معلومات:

هغه کسان، چې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته داخلېږي، او د کوویډ – ۱۹ نښې و نه لري، سپارښتنه کېږي، چې د ۱۴ ورځو لپاره ځانونه په خپلو کورونو کې قرنطین کړي. د هر راز نښو د څرګندېدو په صورت کې سپارښتنه کېږي، چې له عامې روغتیا وزارت سره اړیکه ونیسي او د روغتیايي پاملرنو په لټه کې شي.

ټسټ او درملنه:

د ولایتونو روغتونه اوسمهال د پروتوکولونو د رامنځته کولو په لټه کې دی، ترڅو تر څېړنې لاندې ناروغان وارزوي.

د درملنې لپاره په هرات کې (۸۰ بستریزه) او په کابل کې (۱۰۰بستریزه) د تجرید وارډ جوړ شوی، چې پکې پر کوویډ – ۱۹ د اخته ناروغانو درملنه کېږي.

ځایی سرچینې:

نور لینکونه: