د متحده ایالاتو سفارت د ډسمبر په ۲۴مه د کابل په شپاړسمه ناحیه کې په حکومي تاسيساتو برید په کلکه غندي. مونږ په پېښه کې د وژل شويو کسانو کورنيو، ملګرو او همکارانو ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو او د هغو کسانو هڅې ستايو چې د هر ډول خطر په منلو سره يې د ټپيانو مرستې ته ور ودانګل. متحده ایالات د دغه راز تاوتريخوالي سره د مبارزې په چاره کې د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دي. مونږ د سولې د راوستلو لپاره په خپله ژمنه ټينګ يو او په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره به د خپلو افغان متحدينو ملاتړ ته دوام ورکړو.