د متحده ایالات د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل د تېرې ورځې بريد په کلکو ټکو غندي. مونږ د دغه برید په ترڅ کې د هغه قربیانیانو په غم کې ځان شریک بولو چې افغانان او د نورو هېوادونو وګړي دي. مونږ په دغه پېښه کې د وژل شويو کسانو کورنيو او ملګرو ته د زړه له کومې ډاډګېرنه وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله مند یو. د متحد ایالات د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو زړورتيا او چټک غبرګون د ستایلو وړ بولي. مونږ د هغو افغان چارواکو سره له نږدې اړيکه کې یو چې دغه پېښه څېړي. د دغه برید مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی او مونږ د ترهګریزو ډلو دا راز تاوتریخجنې کړنې غندو چې د هغو افغانانو او بهرنیو اتباعو په وړاندې یې ترسره کوي چې د دې هېواد د پرمختګ لپاره زیار باسي .
د متحده ایالات به د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ پاتې شي. مونږ ټینګه ژمنه لرو چې د افغانستان لپاره د سولې، امنیت او سوکالۍ په راستلو کې د افغانانو د هڅو ملاتړ وکړو. کوم تاوتریخوالی چې مونږ پرون ولید، دلته يا د نړۍ په بل هیڅ ځای کې د منلو وړ نه دی.