زه د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل د تېرې شپې بدمرغه بريد په کلکه غندم. دلته يا د نړۍ په بل ځای کې دغه راز تاوتريخوالی ترسره کول د منلو وړ نه دي. زه په دغه پېښه کې د وژل شويو کسانو کورنيو او ملګرو ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوم او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله لرم. زه همدارنګه د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو زړورتيا او چټک غبرګون د ستایلو وړ بولم. د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د هغو افغان چارواکو سره چې پېښه څېړي د نږدې اړيکه لري.
افغانستان د داسې بريدونو او بېګناه ملکي وګړو د عامې وژنې پر ځای د سولې او امنيت وړ دی. زما دولت او د متحده ايالاتو خلک د ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دي او هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله او امنيت ټينګ شي.
###