د کابل د چادنو په اړه د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت اعلامیه

متحده ايالات په کابل کې ننی چاودنې په کلکه غندي. مونږ په دغه پېښه کې د وژل شويو کسانو کورنيو، ملګرو او همکارانو ته چې يو شمېر زړور خبريالان يې هم په ډله کې دي، د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله لرو. په هغه ځای کې چې مطبوعات د خطر سره مخامخ وي، نور بشري حقونه تر ستر ګواښ لاندې راځي.

مونږ د ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ يو او د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه ستايو چې د دغه راز وحشيانه بريدونو څخه د افغانستان د خوندي ساتلو په برخه کې دوامداره هڅې کوي.