د کابل د بريد په اړه د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن اعلامیه

متحده ايالات د کابل نننی وحشیانه بريد په کلکه غندي. مونږ په دغه پېښه کې د وژل شويو کسانو کورنيو او ملګرو ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله لرو.

د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د په نښه کولو او وژنې لپاره د يوه امبولانس څخه د وسلې په توګه کار اخيستنه د افغانستان د خلکو او ټولو هغو کسانو پر وړاندې د هغوی د نا انساني چلند او درناوي د نه شتون څرګندونه کوي چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره زيار باسي. مونږ د دغه ترهګریز بريد پر وړاندې د غبرګون پر مهال د بيړنيو حالاتو د خدماتو د ټولو کارکوونکو کړنې د ستاينې وړ بولو.

ټول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د سولې څخه ملاتړ کوي، مسوولیت لري چې د طالبانو د تاوتريخوالې د درولو لپاره غوڅ اقدامات تر لاس لاندې ونيسي. د هغو کسانو پر وړاندې چې د ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي يا ورته خوندي پټنځایونه برابروي، باید د صبر او زغم څخه کار وانه خيستل شي. متحده ايالات د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي او مونږ ټینګ هوډ لرو چې سولې، امنيت او هوساينې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو د هڅو څخه ملاتړ وکړو.