زه د کابل نننی بې رحمانه موټر بم برید په کلکه غندم چې له امله یې زیات شمېر بې ګناه ملکي وګړي ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. دغه مرګونی برید زمونږ او زمونږ د افغان ملګرو هوډ او عزم نور هم پياوړی کوي. طالبان به تاوتریخوالي ته په لاس پورې کولو سره هېڅکله بریالي نه شي. متحده ایالات یوه داسې خوندي افغانستان ته ژمن دی چې ترهګرو لپاره هېڅ ځای ونه لري تر څو امریکایان، زمونږ متحدین او هر هغه څوک په نښه کوي چې د هغوې په پلېده اېډیالوژۍ کې شريک نه وي. اوس دغه وخت رارسېدلی چې ټول هېوادونه باید د طالبانو او د هغوی د ملاتړو ترهګریزو سازمانونو په وړاندې غوڅ اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.