ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره نن د نیویارک په ښار کې وليدل. په دغې لېدنه کې ولسمشر ټرمپ او ولسمشر غني د ترهګرو د ماتولو او د امریکا او افغانستان د خلکو د خونديتوب او د امنیت د ډاډمنېدلو په موخه د جنوبي آسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ د بشپړ پلي کېدو ژمنتیا څرګنده کړه. هغوې د اقتصادي انکشاف اړوند مسایلو باندې هم خبرې اترې وکړې چې امریکایي شرکتونو څنګه کولای شي د افغانستان د طبیعی نادرو زیرمو په چټک انکشاف کې مرسته وکړي. هغوې هوکړه وکړه چې دا راز نوښتونه کولای شي چې امریکایي شرکتونو سره د ملي امنیت لپاره د اړینو ټوکو په برابرولو، د افغانستان د اقتصادی ودې او په دواړو هېوادونو کې د نویو دندو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، نو په دې خاطر، افغانان هغه مهال د متحده ایالاتو د همکارۍ ځینې لګښتونه په غاړه اخيستلای شي، چې په خپل ځان لا نور هم بسیا شي.
###