مطبوعاتي اعلامیه
مایک پامپیو
د بيړني خپراوي لپاره
د ۲۰۱۸ کال د جون ۱۶مه نېټه
متحده ایالات د افغانستان خلکو ته د کوچني اختر د رارسېدو له امله خپلې نیکې هیلې او مبارکي وړاندې کوي. مونږ د اختر په ورځو کې د اوربند هرکلی کوو. سږکال د افغانستان خلک د اختر رخصتي د خپلو کورنیو ترڅنګ په داسې حال کې لمانځي چې سولې ته نوې هیلي لري.
مونږ د ولسمشر غنی د اوربند د غځېدو او د سولې مذاکراتو د وړاندیز څخه ملاتړ کوو. څرنګه چې ولسمشر غني افغانانو ته په خپل بیان کې ټینګار وکړ، د سولې په مذاکراتو کې د نړیوالو لوبغاړو او ځواکونو په رول هم بحث شونی دی. متحده ایالات په دغه بحثونو کې د اسانیتاوو په رامنځته کولو، ملاتړ او د ګډون لپاره چمتوالی لري.
د وینې بهېدلو پای ته رسېدل د ټولو افغانانو په ګته دي او مونږ په ټولنه کې د افغانانو مثبت غبرګون ولید. مونږ د افغانستان اسلامي جمهوریت د سرتیرو او پولیسو انځورونه له وسله والو طالبانو سره یوځای ولیدل، چې د اختر لمونځ یې په یوه صف کې ادا کړ. که افغانان کولاى شي يو د بل ترڅنګ لمونځونه وکړي، مشران يې هم کولاى شي يو له بل سره خبرې وکړي او خپل اختلافونه حل کړي.
د سولې د مذاکراتو پیل سره هوکړه د یو واحد افغانستان د جوړولو لپاره د ټینګ عزم نښانه ده، چې ټول خلک یې د سولې او درنښت په فضا کې ژوند وکړي. متحده ایالات چمتو دی چې د افغانستان له دولت، طالبانو او د افغانستان له ټولو خلکو سره همکاري وکړي، ترڅو د سولې هوکړې او سياسي حل ته ورسېږي او په افغانستان کې جګړه د تل لپاره پاى ته ورسېږي.