د هرات ولایت څخه د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د ځانګړي شارزدافېر، سفیر هوګو لارِنس ليدنه

هرات – د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت ځانګړي شارزدافېر سفير هوګو لارِنس نن د هرات د ولايت څخه ليدنه وکړه او د چارسمبالي والي جنرال محمد جمعه عدیل، چارسمبالي ښاروال غلام غوث نیکبین، امنیه قومندان جنرال محمد ایوب انصاري، په هرات ولایت کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال مَسیمو بیاګينی، او د افغانستان د د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د قومندانانو سره يې خبرې اترې وکړي. نوموړي همداراز د هرات سوداګرو او د  پوهنتون محصلينو سره هم وکتل او هغوې په هرات کې د وروستیو سوداګریزو او زده کړیزو پرمختګونو په باب معلومات وړاندې کړل.

د لیدنو کتنو په ترڅ کې، سفير لارِنس د خوندي، پايښتمن او سوکاله افغانستان څخه د ملاتړ په موخه د افغانستان، د متحده ايالاتو او د ناټو د اېتلاف د غړو هېوادونو اوسنی مشارکت رابرسېره کړ. سفير لارِنس په زيات شمېر برخو کې د افغانستان د تېرې لسيزې لاسته راوړنې او پرمختګونه په ګوته کړل او تر څنګ يې د افراطي ډلو او د هغوی د اغېز د له منځته وړلو لپاره په اوږدمهاله هڅو ټينګار وکړ.

سفير لارِنس  د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: “د امريکا متحده ایالات او په ناټو کې زمونږ همکاران د افغانستان د خلکو تر څنګ اوږه په اوږه ولاړ دي.” هغه زياته کړه: “مونږ د افغانستان په پوځ او پوليسو کې د خپلو ملګرو څخه چې د بنستپالنې پر وړاندې د مبارزې مشري کوي، او همدارنګه د خپلو ګڼ شمېر ملکي دوستانو څخه چې د افغانستان اقتصاد رغوي او راتلونکي نسل رهبران جوړوي ملاتړ کوو. زه د هرات د خوځښت او انرژۍ او د هغه د مشرتابه ډېر اغېزمن کړم.”

د امريکا متحده ايالات او د ناټو د اېتلاف غړي هېوادونه د هرات په ولايت کې د مدني ټولنې او اقتصادي پراختيا د ځواکمنېدو او د امنيت د ښه‌والي په موخه د زيات شمېر اقتصادي او پراختيايي پروژو څخه ملاتړ کوي. دغه پروګرامونه د فساد او مخدره توکو پر ضد د مبارزې، د کرنې، روغتيا، پوهنې او روزنې، او ښې حکومتولۍ باندې تمرکز لري.