د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په وياړ په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د ځانګړي شارزدافېر، سفير هوګو لارنس پیغام

 

زه د خپلې میرمنې لي سِټ، زمونږ د سفارت د کورنۍ، د امریکا د خلکو او حکومت په استازېتوب، د افغانستان خلکو ته د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په وياړ خپلې نیکې هیلې او مبارکی وړاندې کوم. نن شپه د روژې مبارکه میاشت پای ته رسېدلې، او ټول افغانان په ګده د دې ستر هېواد په ګوټ ګوټ کې – او په حقیقت کې په ټوله نړۍ کې – د خپلو کورنیو او ملګرو سره د کوچني اختر د لمانځلو لپاره راغونډ شوي دي. د روژې سپېڅلې میاشت د سرښندنې او عبادت لپاره ارزښتناکه موقع ده چې د افغانستان، متحده ایالاتو او ټولې نړۍ د مسلمانانو له لورې يې درناوی کېږي. په دې وخت کې پر ځيرنه او غور، معنوي ودې، بخښنې، انعطاف مننې، د بېوزله کسانو سره په خواخوږۍ او د ټولنو پر وحدت باندې تمرکز کېږي. هر درس په خپل ذات کې ژور وي او د هغوې پر یوځای کېدو سره عمومي نظم رامنځته کېږي.

له بده مرغه، سږ کال د روژې مياشت د غمونو سره مل وه ځکه چې د سولې دښمنانو پر بې ګناه افغانانو خونړي او بې رحمانه بریدونه ترسره کړل. مونږ د هغو کسانو په غم کې چې د يادو بریدونو په پایله کې ټپیان یا اغېزمن شوي دي، خپل ځان شریک بولو. مونږ دغه بې مانا تاوتریخوالی مردود ګڼو او اړينه يې بولو چې د ټول بشریت لپاره د سولې او عدالت راستلو په موخه یو بل ته لاس ورکړو او سره متحد او یو موټي شو. اجازه راکړئ چې سناتور ایزدیار، د هغه کورنۍ او همداراز هغه کورنیو ته چې په وروستيو تاوتریخوالو کې یې خپل غړي او عزیزان د لاسه ورکړې، د زړه د کومې ډاډګېرنه او خواخوږي وړاندې کړم. د امریکا متحده ایالات تینګار کوي تر څو د افغانستان د قوانينو سره سم، هغه بریدونه چې د مې په۳۱مه او د جون په ۳مه پېښ شول او همدارنګه د معترضینو سره د تاوتریخوالي او وژلو تورونه، په بشپړه او رڼه توګه وپلټي. زمونږ حکومت د افغانستان لوی څارنوالۍ ته د دې مهمو څیړنو او پلټنو لپاره د تخنیکي مرستې وړاندیز کړی دی.

په دې میاشت کې مونږ نه شو کولای چې هغه میلیونونه افغانان چې د جګړو او شخړو له کبله بېځایه شوي، هېر کړو، له بده مرغه، زیات شمېر افغانان نه شي کولای چې اختر د خپلو کورنیو سره ولمانځي. مونږ باید د هغو کسانو د درد او رنځ د کمولو لپاره چې له امکاناتو د شتون پرته خپلو کورنیو ته د ژوندانه آسانتیاوې برابروي، د فرصتونو په لټه کې شو او د هغه تاوتریخوالي مخنیوی وکړو چې د خلکو د بېځایه کېدو لامل ګرځي. مونږ ته دغه سپېڅلې موقع د هر انسان د کرامت او وقار په وړاندې زمونږ مکلفیت را په زړه کوي.

لکه څنګه چې په افغانستان کې کورنۍ او ملګري د دې شپې د لمانځلو لپاره سره راغونډیږي، همداشان د متحده ایالاتو په ګوټ ګوټ کې هم دغه جشن لمانځل کېږي. اسلامي ټولنې په متحده ایالاتو کې د ګنو کلتورونو او قومونو څخه رغېدلې دي چې د امریکا په تنوع او بډاینې کې یې خورا مرسته کړې ده. په حقیقت کې په امریکا کې داسې مسلمانان شتون لري چې موروثي اړخ یې زمونږ د هېواد تر تاسیس پورې رسېږي. دغه کسان او هغوی چې نوي راغلي دي د امریکا ريښتنې هستي ده. ډاکتران، حقوق پوهان، ښوونکي، انجینران، د قانون د تنفیذ چارواکي، عامه کارکوونکي او پوځې افسران ټول د یو واحد ملت په څیر ټول هېواد کې اختر لمانځي.

د همدې خوښۍ په ویاړ، غواړم د افغان ولس او د ملي وحدت حکومت څخه چې سولې او سوکالۍ ته د رسېدو په لار کې زیار باسي، د خپل هېواد د ملاتړ په ژمنه يو ځل بيا ټینګار وکړم.

د کوچني اختر په لمانځلو کې زمونږ کورنۍ ستاسو کورنۍ ته د هوساينې او مینې هیله لري.

اختر مو مبارک شه.