د نوی کال جشن په اړه په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جان بس پېغام

په کابل کې د متحده ایالات سفارت د کارکوونکو او کورنۍ په استازولۍ، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې افغانانو ته د نوي کال مبارکي وايم. څرنګه چې په افغانستان کې یو پخوانی متل دی،” بختور کال د پسرلي څخه معلومېږي.” هرکال، نوی کال د ښه راتلونکي زیری له ځان سره راوړي او خلکو ته د غوره راتلونکې په اړه نوې هیلي ورکوي. لکه څنګه چې ژمی پای ته رسېږي، د تجدید او پنځونې په دغه موسم کې، تاسو او ستاسو کورنۍ ته د روغتیا، خوښې، سوکالۍ او سولې څخه ډک کال غواړو.

نوی کال مو مبارک شه!