مطبوعاتی اعلامیه
مایکل آر پومپئو
د بهرنیو چارو وزیر
واشنگتن دی سی
د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۲۵ مه نېټه
د نوروز جشن به مناسبت د ایران خلکو او ټولو هغو کسانو ته چې د پسرلي او د نوي کال پیل دغه لرغونی دود لمانځې، د افغانستان، آذربایجان، چین، گرجستان، هند، عراق، قزاقستان، قرقیزستان، پاکستان، روسیه، سوریه، تاجیکستان، ترکیه، ترکمنستان، ازبکستان، کُرد خلکو په ګډون او په متحده ایالاتو کې د دوی ټولنو ته مبارکې وایم.
د زرګونو کلونو راهیسي، نوروز د ډیرو خلکو او ټولنو لپاره د کلتور او میراث بنسټ جوړ کړی دی. نوروز کورنۍ او ملګري سره یوځای کوي ترڅو د تیر وخت په هکله تامل و کړي او راتلونکې ولمانځي، نوروز داسې یو وخت دی چې له نږدو او لرو خپلوانو سره د لیدو کاتو او اړیکه نیولو زمینه برابروي. څرنګه چې ایرانیان د سږکال نوروز لمانځي، دوی باید پرته له کوم محدودیته د ټولنیزو رسنیو پاڼو ته لاسرسۍ ولري ترڅو وکولای شي خپل د رخصتیو غونډو عکسونه په نورو ښارونو یا حتی په بهر کې خپلوانو سره شریک کړي او د نوي کال مبارکۍ ولیږي. د ایران سرلوړې خلک دا حق لري چې د ځپلو له ویرې پرته غوره ژوند وکړي.
هیله لرم چې ښږنی نوروز د ټولو لپاره یو نوی پیل او روښانه راتلونکې سره مل وي! نوی کال مو مبارک شه!
###