مونږ د نانسي ډوپري د مړينې له امله د زړه له کومي خواشيني يو. هغه د امريکايي ټولنې يوه نامتو څېره وه چې د څو لسيزو لپاره يې په افغانستان کې ژوند وکړ. د دغه هېواد سره د مېرمن ډوپري د مينې او د هغه د فرهنګ او تاريخ په برخه کې د نوموړې د خدمتونو ياد به د تل لپاره ژوندی پاتې وي. مېرمن ډوپري د ۱۹۶۲ کال څخه را په دې خوا د افغانستان د تاريخي او فرهنګي آثارو د خونديتوب لپاره په نه ستړې کېدونکې توګه کار وکړ. راتلونکي نسلونه به هغه د متحده ایالاتو او افغانستان د ټينګو اړيکو او کلکې ملګرتيا د غوره بېلګې په توګه يادوي. مونږ به د مېرمن ډوپري د خدمتونو د درناوي په پار، زمونږ د دواړو ملتونو تر منځ د ورورلۍ د اوږدمهاله اړيکو د رامنځته کولو د ګډې موخې لپاره هڅه او هاند وکړو.