د ممبئی سوداګریز نندارتون د افغان کرهنیزو محصولاتو لپاره د ۱۲۳ ملیون ډالرو قرارداد زمینه برابره کړه

د ممبئی سوداګریز نندارتون د افغان کرهنیزو محصولاتو لپاره د ۱۲۳ ملیون ډالرو قرارداد زمینه برابره کړه

د افغانستان د غوره میوو، مغزیاتو، مسالو، شاتو او د میوې اوبو صادرونکو په روانه اونۍ کې هندي پیرودونکو سره د ۱۲۳ ملیون ډالرو په ارزښت قراردادونه وټړل، چې په وروستیو کلونو کې د افغان کرهنیزو صادراتو لپاره د خورا ګټورې سوداګریزې پیښو څخه شمیرل کیږي.

د ۵۵ څخه زیات صادرونکو خپل محصولات د ” افغانستان تولید، د طبیعت غوره تولید” تر نامه لاندې د ممبئی سوداګریز ماموریت په دوه ورځني نندارتون کې چې د نړیوال پراختیا لپاره د متحده ایالاتو ادارې، د افغان کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني په ملګرتیا جوړ شوي و، ننداري ته وړاندې کړل.

د تازه میوو صادرونکو وکولای شول چې تر ۵۶ ملیونو ډالرو په ارزښت قراردادونو ترلاسه کولو سره لومړی ځای خپل کړ همدارنګه د هانګ په نامه د مسالې صادرونکو د ۴۳ میلونو ډالرو په ارزښت قراردادونو تړلو سره دوهم دی. د مغزیاتو په برخه کې په ځانګړې ډول د پسټې او بادامو قراردادونه ۶،۴ ملیون ډالرو او د نورو مختلفو مسالو قراردادونه ۷،۲ ملیون ډالرو ته رسیږي. پاتې نور قراردادونه د میوې اوبو او شاتو په برخه کې وتړل شول.

آغلې حسينه بیژن ضعیفی، د اکام ضعيفي شرکت مالکه او د صادراتو په سکتور کې یوه فعاله ښځه چې په دې نندارتون کې د ګډون لپاره بلنه ورکړل شوی وه، وایی، ” هند زمونږ د شریک لپاره د بدلون پیل وو ځکه مونږ ته یی د نامتو هندي پیرودونکو سره د قرارداد تړلو زمینه برابره کړه.”

د متحده ایالاتو نړیواله پرمختیایی اداره د افغان تولید کونکو د لوړ ارزښت لرونکي محصولات له نړیوالو پیرودونکو سره نښلوي ترڅو د افغانستان د اقتصاد او د ځان بسیاینې په لاره کې مرسته وکړي.