د ملګرو ملتونو د نشه¬يي توکو او جرمونو دفتر د کانټینر کنټرول پرواګرام لپاره د امریکا نوې بسپنه له افغانستان سره د پولو په خوندیتابه کې مرسته کوي

د امریکا متحده ایالات خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د نشه ­يي توکو او جرمونو له دفتر (UNODC) سره د ۴,۳ ملیون ډالرو مرسته اعلانوي، ترڅو د ناقانونه نشه يي توکو او مالونو د قاچاق پر وړاندې په مبارزه کې د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مخدره توکو او قانون پلي کولو د نړیوالو چارو اداره (INL) او د نړیوال امنیت او اټومي وسلو د پراختیا مخنیوي اداره (ISN) به د پولې د غوره کنټرول په موخه د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر د کانټینر کنټرول پروګرام تمویل کړي، چې دا به په پوله کې د لوړې کچې محدودیتونو، د مشروع سوداګرۍ چټکې تصفیې، د دولت د عوایدو زیاتوالي او د افغانستان لپاره د پیاوړي ملي اقتصاد زمینه چمتو کړي.

د امریکا متحده ایالاتو دغه مرسته د هرات په نړیوال هوايي ډګر او په حیرتانو، جلال اباد، شېرخان بندر، اسلام قلعه، اقینه او زرنج کې د افغان بندر د کنټرول په واحدونو (PCU) کې د کانټینر کنټرول پروګرام له روانو پروژو څخه ملاتړ کوي. د کانټینر کنټرول پروګرام، د پولې د کنټرول لپاره افغان مسؤلو چارواکو ته مهارتونه چمتو کوي چې ځمکني او هوايي د ګټې د لېږد توکي وپېژني او ویې دروي، په داسې حال کې چې په پوره ډاډ سره د سوداګرۍ په موخه د توکو امبارونه ایله کړي.

په ۲۰۱۹ ز.کال کې، د افغانستان د بندرونو د کنټرول واحدونه چې د کانټینر کنټرول پرواګرام کارکوونکو له لوري روزل شوي وو، ۱۳۱ د پام وړ مصادرې یا نیونې ترسره کړې دي، چې په دې کې ۶۰۰۰ ګرامه هیروین، ۷۵ ټنه وړاندې له مخکې جوړ شوي کېمیاوي مواد، ۱۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، څلور راکټ لانچرونه، ۲۰۰۰ د جعلي درملو بکسې او له ۶۵۰۰۰۰ څخه ډېر امریکايي ډالر، ۹۰۰۰۰ یورو، ۱۲۸۳۰۰ سعودي ریال، ۷۵۸۰۰ اماراتي درهم، ۱۴۰۰۰۰ هندي روپیۍ څخه په کې شاملېږي.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر په دې موخه تاسیس شوی چې له نشه يي توکو، جرمونو او فساد سره په مبارزه کې نړیواله همکاري پیاوړې کړي. د امریکا متحده ایالات ویاړ لري چې د ملګرو ملتونو د نشه­يي توکو او جرمونو له دفتر سره ملتیا کوي او د افغانستان له هڅو ملاتړ کوي ترڅو په اغېزمنه توګه د نشه­ يي توکو د ناقانونه قاچاق، د وړاندې له مخې جوړ شویو کېمیاوي موادو، د کېمیاوي، بیولوژیکي، راډیواکټیف یا اټومي (CBRN) او نور ناقانونه قاچاق کېدونکو توکو لکه ساتل شوي وحشي ژوي او منع شویو مالونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر د ظرفیت لوړونې د کار په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره چې د پولې کنټرول لاپسې غوره کوي، دلته یې ترلاسه کولی شۍ: https://www.unodc.org/unodc/en/ccp/index.html.

په ټوېټر، فېسبوک او انسټاګرام کې د امریکا متحدو ایالتونو ماموریت تعقیب کړۍ @USUNVIE

مهرباني وکړۍ که کومه پوښتنه لرۍ، نو دغه UNVIEpress@state.gov برېښنالیک ته یې واستوۍ.