د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره د ملي امنیت د سلاکار جیک سالیوان د تیلفوني اړیکې په تړاو، د ملي امنیت د ویاندوی امیلی هورن اعلامیه

د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سالیون نن سهار د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره، د متحده ایالاتو او افغانستان د مشارکت او ملګرتیا او د افغانستان د ټولو خلکو لپاره د سولې په تړاو د متحده ایالاتو د ژمنتیا په اړه خبرې وکړي. ښاغلي سالیون ټینګار وکړ، چې متحده ایالات په پیاوړي او سیمه ییزې دیپلوماتیکې هڅې سره، چې موخه یې د یو تلپاتې سیاسي هوکړې او دایمي اوربند د تحقق لپاره له دواړو لورو سره مرسته ده، د سولې له بهیر څخه به ملاتړ کوي. ښاغلي سالیون همدارنګه د متحده ایالاتو او طالبانو د ۲۰۲۰ ز. کال د فبروري هوکړه لیک په ځانګړې دغې برخې، چې آیا طالبانو له تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړې او په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچې راټیټولو او له افغان دولت سره معنا لرونکې خبرو ته ژمن دي، د متحده ایالاتو هوډ روښانه کړه. هغه خپله لېوالتیا څرګنده کړه، چې د افغانستان ټول مشران د سولې او ثبات لپاره د دغه تاریخي فرصت هرکلی وکړي. د ملي امنیت دواړه سلاکاران، د سولې بهیر د یوې برخې په توګه د ښځو، نجونو او د افغانستان د لږکیو له لاسته راوړونو څخه د ملاتړ په برخه کې د متحده ایالاتو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې. ښاغلي سالیون ژمنه وکړه، چې د افغانستان لپاره د یو باثباته او امن راتلونکي د ملاتړ په موخه، د یوې جامع ستراتیژۍ په اړه، د افغانستان له دولت، د ناټو متحدینو او سیمه ییزو شریکانو سره سلامشورې کوي.